Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په افغانستان کې درېیم سوداګریز بانک هم ډيوالي شو

د افغانستان د پراختیايي بانک او کابل بانک له ماتې وروسته، د افغانستان درېیم سوداګریز بانګ هم دیواله شوی او په اوسني وخت کې  د دې بانګ تصفیه روانه ده.

د افغانستان د سودګریز بانک مسوول چې په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې د دې بانک ونډې پیرلې وايي د افغانستان بانک د دې بانک د پخوانیو ونډه لرونکو په ملګرتیا یوه له ماتې سره مخامخ او بې پانګې بانک دوی ته سپارلی او ادعا لري چې کابو ۲۲ مېلیون ډالر یې په دې بانک کې بې برخلیکه پاتې دي.

جاوید اندیش چې ځان د افغانستان د سودګریز بانک وروستی خاوند بولي وايي له دوو پانګوالو ذبیح الله زیارمل او طارق عمادي سره د دې بانک اخیستو ته چمتو شول چې په پایله کې طارق عمادي د افغانستان بانک لخوا د بانک د پېرلو په شرایطو برابر وبلل شو او ذبیح الله زیارمل هم د بانک له پېرلو لاس واخیست او نوموړی مجبور شو ټول سهام یې وپېري.

جاوید اندېش ادعا لري چې د افغانسان په سوداګریز بانک کې د ټولو ونډو له پېرلو وروسته خبر شو چې د  افغانستان بانک د دې بانک په اړه ناسم مالومات هغه ته ورکړي و.

د افغانستان د سوداګریز بانک رییس جاوید اندیش وايي:«د همدغه سوداګریز بانک په منځ کې یو ودانۍ ده چې ارزښت یې له دوه لکو ډالرو پورته نه دی هغه یې دوه سوه څلور دېرش مېلیونه افغانۍ په ارزښت په پانګه کې داخل کړی.»

خو د مرکزي بانک پخوانی رییس خلیل صدیق بیا وايي چې دا د مرکز بانک کار نه دی، هغه زیاته کړه:«دا د مرکزي بانک ګناه نه ده دا د مرکزي بانک دنده نه ده چې څوک بانک اخلي چې بانکي تحلیل یې وکړي موږ خو بانکي شنوونکي نه یوو موږ د بانکو کنټرولوونکي یوو.»

خو د افغانستان د سوداګریز بانګ د ونډو د پلورونکو مدافع وکیل وايي دا بانګ د ښاغلي اندیش لخوا له پيرلو وروسته له ستونزو سره مخ شو.

د سلیم عظیمي مدافع وکیل شفیق الله سیغاني وکیل وايي:«د ۲۰۱۵ کال په درېیمه کله چې ونډه او سهام جاوېد اندېش ورکول کېږي، ټول منقول او غیر منقول جایدادونه او مرکزي کپيټل ټول د جاوېد اندېش په نوم کېږي. مرکزي بانک د افغانستان بانک سوداګریز بانک ته مکتوب ورکوي چې سوداګریز بانک رسم د جاوېد اندېش په نوم شوی دی.» 

ددې دوسیې په پيچلتیا سره اوس پوښتنه دا ده چې د افغانستان په سوداګریز بانګ کې ستونزو ته په پام سره څه تضمین موجود دی چې په راتلونکي کې څو نور بانګونه هم د دغه بانګ په شان له ستونزو سره مخامخ نشي او ولې د افغانستان بانګ نه دی توانیدلی پر بانګونو د څارنې ترڅنګ د هیواد په مالي نظام کې د سرغړونو مخه ونیسي. 

د افغانستان د سوداګریز بانک ډيوالي کېدو موضوع درې کاله پخوان ته ورکرځي او دم کړۍ د دغه بانک تصفیه روانه ده.

شریک یي کړئ