Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په افغانستان کې د غالۍ اوبدلو صنعت او د هغه په وړاندې ستونزې

د غالۍ صنعت کولای شي چې په افغانستان کې د دندې د موندلو لپاره ښه فرصت وي،خو اوس دغه صنعت له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی.

د طلوع نیوز یو رپوټ ښيي چې اوس په هېواد کې د غالۍ په برخه کې د مسلکي کارکوونکي،له کم مزد سره توانېدلي دي چې د نړۍ غوره غالۍ تولید کړي.اوس هم د نړۍ په بازارونو کې د افغانستان غالۍ ډېر لېوال کسان لري.

له بلخوا،د افغانستان او عربي اماراتو یو ګډ شرکت هڅه کوي چې په هېواد کې د غالۍ د صنعت د ودې په برخه کې،د افغانستان غالۍ له غوره کیفت سره تولید او دغه غالۍ په لوړي لاس، د افغانستان په نوم نړیوالو بازارونو ته صادرېږي.

تاریخي مخینه

 غالې د افغانستان له لرغونو صنایعو څخه دي، چې په هېواد کې  ۹۰۰ زره کالنه تاریخي مخینه لري، دا صنعت په ځینو مواردو کې د افغانستان د اقتصادي پراختیا لامل بلل کېده.

د غالې اوبدل له آریايي تمدن سره هم اړیکه لري.

ویل کېږي چې هغه مهال هم افغانستان د پسونو د وړیو د تولید په پام کې نیولو سره،د نړۍ بېلابېلې زنیتي غالۍ جوړولې. ،د افغانستان د غالیو سوداګر د اریایانو په پير کې د نړۍ په کچه د غالیو ستر سوداګر وو.

له جمهوري نظام څخه وروسته د غالیو صنعت

په افغانستان کې دغالیو صنعیت په وروستیو کلونو کې په هر نظام کې ډېرې هسکې ټیټې  درلودې.

د جګړو له کلونو مخکې افغانستان دغالیو د صادراتو په برخه کې مخکښ وو خو د جګړو پرمهال دا صنعت له ځوړ سره مخ شو، او د افغانستان ډېر غالۍ اوبدونکي  له هېواد څخه بهر تلو ته اړ شول.

 په پاکستان کې د دغو غالۍ اوبدونکو د کار په پیل سره هغه هېواد دا صنعت د ځان په ګټه وکاروه. د غالۍ اوبدونکو د اتحادیې د مسؤولانو په وینا اوس‎مهال هم پاکستان د افغانستان د غالیو کابو ۶۰ سلنه له پروسس څخه وروسته د هغه هېواد په نوم د نړۍ بازارونو ته صادروي.

 که‎څه هم د جګړې له کلونو وروسته په افغانستان کې د غالۍ صنعت یوځل بیا وده وکړه، او د هېواد په ډېرو ولایتونو کې دغالیو د اوبدلو صنعت پراخ شو. خو دې صنعت ته د حکومت بې پامي د دې لامل شوه ترڅو د غالیو د اوبدلو د صنعت ډېری صنعتګر له کاره لاس په سر شي.

د غالۍ اوبدونکو ټولنې

 د افغانستان د غالۍ اوبدونکو د اتحادیې مسؤولان وايي چې له څلورو کلونو راهیسې کابو ۴۰ سلنو غالۍ اوبدونکو له خپلو کارونو لاس اخیستی دی.

د هېواد د غالۍ اوبدونکو ټولنې غړی محمد الله وايي:«د غالۍ صنعت ډېر له ځور سره مخ شوی؛زموږ حکومت دې حتا دې ته فکر وکړي،چې د هېواد بازار ته د ترکي او ایراني غالیو د وارداتو اجازه ور نه کړي.دغه کورنۍ بازار یې هم له موږ څخه اخیستی دی.هېڅوک په دې فکر کې نه‎دي.»

په هېواد کې د غالۍ صنعت ځور ته په پام سره،د سوداګر ۍاو صنایعو خونې مسؤولان وايي چې تر اوسه هم په هېواد کې د غالیو له صنعت څخه د ملاتړ پروګرامونه د شعار په توګه پاتي دي او د هرې ورځې په تېرېدو د غالیو د صنعت وضیعت خرابېږي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي:«د صنایعو د ودې لپاره د دولت ټول پروګرامونه په ځانګړې توګه د غالیو صنعت د پاڼو د امبار په منځ کې پاتې دي؛حتا اوس دولتي بنسټونه هم له کورنیو تولیداتو څخه استفاده نه کوي؛دا خو بیا په خپل ځای پاتې ده چې موږ د بهرنیو بازارونو له نشتوالي څخه شکایت وکړو. »

ځينې سوداګر موږ ته د غالیو ښې طرحې راښيي، هغه وايي که چېرې دا غالۍ نړیوالو بازارونو ته ورسېږي په څو برابره لوړه بیه به وپلورل شي.

 د هغه په باور اوس‎مهال نړیوالو بازارونو ته د غالۍ اوبدونکو کم لاسرسی ستره ستونزه ده.

د ورکول شویو شمېرو پر بنسټ،اوس‎مهال په هېواد کې ۳۰ مېلیونه تنه په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه د غالۍ په صنعت بوخت دي. او ډېری کارګران په ډېر کم مزد سره د غالیو په اوبدو بوخت دي.

 د هېواد په ښارونو کې د یوه غالۍ اوبدونکي مزد تر ۲۵۰ افغانیو پورې دی، خو په لیرو پرتو سیمو کې د یوه ماهر غالۍ اوبدونکي مزد له ۱۰۰ افغانیو هم کم دی.

 هغه غالۍ چې په کلیوالو سیمو کې اوبدل کېږي په څلور برابره لوړه بیه په ښارونو کې پلورل کېږي او لس برابره لوړه بیه په نړیوالو بازارونو کې پېرونکي لري.

د غالۍ د تار چمتو کوونکې ښځې

د نړۍ تر ټولو ښکلې او ښایسته غالۍ په افغانستان کې اوبدل کېږي.چې د کم عایده کارګرانو د کار د شپې او ورځې هڅو پایله ده ډېری دغه ښځې ډېر عمره او زړې ښځې دي.دوی د پسونو له وړۍ څخه د غالۍ د تار له چمتووالي سره،دغوره افغانۍ غالۍ بنسټ اېږدي؛هغه غالۍ چې د نړۍ په بازارونو کې په زر ډالره پلورل کېږي.

د غالۍ اوبدونکو کم عاید، د غالیو د خامو توکو کموالی، له غالۍ اوبدونکو څځه د کافي ملاتړ نشتوالی، په اوبدلو او پروسس کې د ضایعاتو ډېر والی او نړیوالو بازارونو ته د غالۍ اوبدونکو کم لاسرسی د دوی اصلي ستونزې دي.

 یوشمېر غالۍ اوبدونکي د غالۍ تر پلوره د غالیو د ضایعاتو کچه ۸۰ سلنه اټکل کوي او وايي چې د دې کار یوه اغېزه داده چې غالۍ په لوړه بیه تمامېږي.

د غالیو د تار یوه له چمتو کوونکو څخه زهرا وايي:«موږ د یوې کلولې تار له چمتووالي سره د ورځې ۱۵۰ افغانۍ ترلاسه کوم.څه وکړم،اړه یم چې قناعت وکړم.موږ پوهېږو چې دغه افغانۍ غالۍ په بهر کې په ډېرو پیسو پلورل کېږي.»

دا میرمنې د غالیو د تارونو د ریشلو په بدل کې هره ورځ تر دوه سوه افغانۍ ترلاسه کوي هغوې وايي د هغو ستونزو له مخې چې لري دا مزد ورته د قناعت وړ دی.

په هېواد کې دغالۍ اوبدونکو بنسټيزې ستونزې

·        د غالیو اوبدونکو لپاره کم عواید

·        په هېواد کې د غالیو د اومه توکو کموالی

·        د حکومت له خوا د غالۍ اوبدونکو لپاره د مالي او فني ملاتړ نشتوالی

·        دغالۍ په اوبدلو او پروسس کې د ضایعاتو لوړېدل

·        بهرنیو بازارونو ته د غالۍ اوبدونکو نه‎لاسرسی

·        له پیله تر پلوره ۸۰ سلنه د ضایعاتو کچه

·        په هېواد کې د غالیو اوبدلو لپاره د ځانګړو پارکونو نشتوالی

·        د هېواد بازارونو ته د کم کیفیته غالیو د وارداتو زیاتوالی

·        د هېواد د لاسي صنایعو په ځانګړې توګه د غالیو په وړاندې دګاونډیو هېوادونو د دمپینګ سیاستونو شتون

·        ناامنۍ

·        د پاکستان په نامه د افغانیو غالیو د ډېرې برخې صادرات

فرصتونه

په هېواد کې یو شمېر غالۍ اوبدونکي او د صنایعو مالکان وايي که چېرې په هېواد کې دغالیو د صنعت په فرصتونو کار وشي، سربېره پر دې چې د کورنی ا قتصاد به وده وکړي د ملي اقتصاد د ودې لاره به هم لاره هواره شي.

د تنویر د غالیو د اوبدلو شرکت مسؤول نجیم حمیدي وايي:«چې ستونزې ډېرې دي،خو له هغو فرصتونو څخه چې لرو یې د غالیو په برخه کې باید لازمه استفاده وشي،په یقین سره وام چې ستر ظرفیت رامنځته کېږي او زموږ عواید به هم زیاتوالی ومومي.»

له وړۍ تر غالۍ ۱۳ پړاونه

د غالیو اوبدول آسانه کار نه دی، د غالیو اومه توکي له ۱۳ پړاونو په تېرېدو سره غالۍ کیږي د نړۍ غوره غالۍ باید طبعي رنګ او ښه ډیزاین ولري.

۱- د وړیو راغونډول

۲- د وړیو مینځل او پاکول  

۳- د وړیو وېشنل

۴- د وړیو ریشل

 ۵-د وړیو رنګول

۶- د غالیو طراحيي

۷- د غالیو اوبدل

۸ - د غالۍ مینځل

۹- د غالۍ قیچي کول

۱۰- د غالۍ د چوکاټ کش کاري او برابرول

۱۱- د غالۍ د کیفیت کنټرول

۱۲- د غالۍ چمتو کول او کشول

۱۳- پلور

د ډېرې پانګونې لپاره د غالۍ اوبدونکو غوښتنه

یوشمېر غالۍ اوبدونکي د یو متر مربع ګرانبیې غالۍ د اوبدلو وخت د درېیو غالۍ اوبدونکو په مټ یوه میاشت اټکلوي.

دوی وايي له همدې امله د غالۍ اوبدلو صنعت ډېرې پانګونې او هڅې ته اړتیا لري.

هغوی له حکومت څخه غواړي چې په هېواد کې د غالۍ د صنعت د ودې لپاره له خصوصي شرکتونو سره پانګونه وکړي.

له ۳۰ مېلیونو دالرو سره د یوه مشترک شریکت رامنځته کول

 په وروستیو کلونو کې یوشمېر خصوصي شرکتونو په دې برخه کې د کارکولو په موخه پانګونه کړې ده.

 دا شرکتونه د غالۍ اوبدلو د صنعت د ودې ترڅنګ ، په نړې کې د غالۍ د بازار په لړ کې سیالۍ ته هم چمتو دي.

 د لومړي ځل لپاره په دې برخه کې یو افغان او اماراتي شرکت په ګډه کابو ۳۰ مېلیونه ډالره پانګونه کړې ده.

«د اف بي ام اې» شرکت مسؤولان وايي هڅه کوي د افغان غالۍ اوبدونکو په مټ په افغانستان کې شته غوره غالۍ په لومړي لاس د آسیا، اروپا او امریکا بازارونو ته وړاندې کړي.

دغه شرکت د غالیو د پلور او تولید په برخه کې د غالیو اوبدونکو لپاره ټول امکانات چمتو کړي دي. ترڅو له طبعي اومه توکو څخه په کار اخیستو ښې غالۍ د نړۍ بازارونو ته وړاندې کړي.

 دا شرکت په لومړي سر کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې له مالدارانو ملاتړ  کوي ترڅو دا مالداران د څارویو وړي راغوندې کړي، او د دغو وړیو د ریشلو لپاره یوشمېر مېرمنو ته پیسې ورکوي ترڅو دا وړي وریشي، او د غالیو مزي جوړ کړي او له هغه وروسته یې له طبیعي رنګونو په کار اخیستو په غالیو کې وکاروي.

 په دغه شرکت کې اوبدل شوې غالۍ په لومړي لاس سره په نړیوالو بازارونو کې پلورل کېږي.

 د دغه شرکت رییس وايي هڅه کوي چې د عربي متحده اماراتو په ځانګړې توګه د اماراتو د شیخ په مرستې د غالیو په برخه کې پانګونې پراخې کړي.

د اف بي ام ای تنویر شرکت رییس داوود جبارخېل وايي:«له عربي متحده اماراتو سره زموږ شراکت د افغانستان د بې وزلو ښځو د ستونزو د حل لپاره دی؛موږ هڅه کوو چې د غالیو د صنعت د ودې ترڅنګ،بې وزلو ښځو سره هم مرسته وکړو او هغوی په ځان بسیا کړو.موږ په جنوري میاشت کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې پراخه پانګونه کړې ده.»

غوره غالۍ باید په نړیوالو معیارونو برابر له طبعي اومه توکو په کار اخیستو له ښې طرحې سره جوړشوي وي.

د غالیو ښه رنګ او طرحه په بازارونو کې په پلور کې اغېزه لري. له همدې امله ډېرو شرکتونو هڅه کړې طبعي رنګونه په غالیو کې وکاروي.

   د دغه شرکت مسؤولان وايي چې له ډېرو ستونزو سره سره پراخ کاري فرصتونه یې رامنځته کړي دي، که چېرې د حکومت لخوا یې ملاتړ وشي کړای په لنډ مهال کې به هېواد ته ډېره ګټه ورسوي.

ښاغلی جبار خېل زیاتوي:«ما د هېواد ډېریو ولایتونو ته سفر کړی،خو د هېواد په هېڅ سیمه کې افغان مېرمنو له ما څخه نغدې پیسې،اړه او غوړ نه دي غوښتي،بلکې هغوی وايي چې ورته کار ورکړل شي.که‎چېرې دغه فرصت په لاره واچول شي،تاسې پوهېږئ چې څومره به زموږ په ګټه وي.»

د نړۍ په کچه د غالیو په اوبدلو کې د ټکنالوژۍ کارېدو ته په پام سره په نړۍ کې د غالیو په بازار کې سیالۍ جدي کړې ده.

د غالۍ د نقشې طراحي

د یوې غوره افغانۍ غالۍ د جوړېدو لپاره باید طرحې رامنځته شي، دا کار د نړۍ په بازارونو کې د غالیو بیه تعیینوي؛ که څه هم چې د هېواد دودیزې غالۍ تر اوسه هم ډېر پېرونکي لري، خو یو شمېر غالۍ اوبدونکي هڅه کوي،چې په غالیو کې نوښت رامنځته کړي او نوې طرحې نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړي.

دې موخې ته د رسېدو لپاره اړتیا ده چې د غالۍ د نقشیې طراحانو شپه او ورځ کار وکړي. طراحان هڅه کوي له طبعي رنګونو په کار اخیستو د غالیو طرحې جوړې کړي.

 اوس‎مهال په ایران او ترکیې سربېره، د منځنې آسیا ډېری هېوادونه د غالۍ په برخه کې د افغانستان سیالان دي.

 دا هېوادونه اوس‎مهال د غالۍ د صنعت په برخه کې له ټکنالوژۍ په کار اخیستو په بېلابېلو برخو کې کار کوي خو په هېواد کې د غالیو د طرحې جوړېدو ته تر اوسه هم له دودیزو توکو کار اخیستل کېږي.

 دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په څو تېرو کلونو کې په پله پسې توګه توانېدلی د نړې په کچه د غالیوپه برخه کې لومړی مقام ولري.

 اوس‎مهال د هېواد په بازارونو کې له ۴۰۰  ډولو څخه ډېرې غالۍ جوړېږي او د نړې بازارونو ته صادرېږي.

په ژوندۍ بڼه د غالۍ اوبدلو نندارتون

 له همدې امله لیدل کېږي چې د نړۍ په بازارونو کې د افغانستان غالۍ ډېر پېرونکي لري.په ځانګړې توګه د خلیجي هېوادونو په بازارونو کې.

دلته د دوبۍ په ، دي تري، بازارو کې د افغانستان د غالیو اوبدلو یو دستګاه د افغانستان د غالیو د صنعت د نښې په توګه ایښودل شوې ده. دلته دوه افغان ځوانان په افغاني جامو د غالیو په اوبدلو بوخت دي.

 لیدل کېږي چې د افغاني غالیو د اوبدلو له بڼې هره ورځ لسګونه تنه لیدنه کوي.

غالۍ اوبدونکي دا بڼه د افغاني غالیو لپاره په بازار موندلو کې اغېزمن بولي.

 ذبیح الله ماهر غالۍ اوبدونکی دی هغه وايي چې د کار تر څنګ اړ دی د لیدونکو ډېرو پوښتنو ته هم ځواب ورکړي.

غالۍ اوبدونکی ذبیح‎الله وايي:«له کهیځ څخه تر ماښامه موږ اړ یوو چې دلته د خلکو پوښتونو ته ځوابونه ورکړو،حتا تېره ورځ یوې مېرمنې له ما څخه وپوښتل چې د غالۍ اوبدل کوم کور او یا هم روزنیز مرکز لري؟ غواړم چې زده یې کړم.»

په ابوظبۍ کې د افغانستان د سفارت لیدلوری

نقیب الله د ابوظبۍ په ښار کې د افغانستان د سفارت د فرهنګي برخې مسؤول نقیب الله وايي چې د متحده عربي اماراتو حکومت او سوداګر ډېره لېوالتیا لري چې د افغانستان د غالیو او لاسي صنایعو په برخه کې پانګونه وکړي.

نقیب الله وايي:«سوداګر او د اماراتو حکومت ډېر لېواله دی چې غالیو ته په فسټيوالونو کې ځای ورکړي.نو له دې امله،موږ هم هڅه لرو چې په دې برخه کې ډېر عربي پانګه‎وال وهڅوو.»

په کورنیو بازارونو کې د افغانستان د غالیو پلور کم رنګه دی، خو په نړیوالو بازارونو کې لس برابره ډېر پلور لري.

 له همدې امله د دوبۍ په بازارونو کې د افغانستان د غالیو ډېر پېرونکي بډایه کسان دي.

 اوس‎مهال د افغانستان د یوې شپږ متره ښې غالۍ بیه د دوبۍ په بازارونو کې ۱۵ زره درهمه (۲۷۰ زره افغانۍ)ده، په داسې حال کې چې دا غالۍ د هېواد په بازارونو کې تر ۳۰ زرو افغانیو پلورل کېږي.

د افغاني غالیو یو شمېر بهرني پېرونکي وايي، چې د افغاني غالیو د پېر لپاره یې لیوالتیا ډېره ده.

هغوې وايي چې د افغانستان غالۍ ښه کیفیت لري او د نړۍ په فرشونو ښه کیفیت لرونکي دي.

د دوبۍ ښار یو تن اوسېدونکی مسعب وویل:« د افغانستان تولیدات ډېر ښایسته دي، دلته د نورو افغاني لرغونو تولیداتو ترڅنګ  د افغانستان غالۍ هم ډېر مینه وال لري، نه یوازې د اماراتو اوسېدونکي بلکې د نوروهېوادونو وګړي هم د افغانستان غالۍ خوښوي.»

د دودیزو غالیو ډولونه

 قرقین، آقچه ، چوب باش هراتي، بلوچي، قزل اعیاق، دوتارګل، ادرسکن، ساورقي، قلعه زالي، اندخويي، واس برکلي، پلیت لرونکي ګل، دولت آبادي، تخته رنګ، خال محمدي، خواجه روشنايي، باغچه کندزي د افغانستان له مشهورو دودیزو غالیو څخه دي.

د دودیزو غالیو بیارغونه

یو شمېر شرکتونه د غالیو د پلور او ساتلو په موخه د داشان غالیو د پلور فرصتونه رامنځته کړي. دا غالۍ اوبدونکي وايي چې د افغانستان دودیزې غالۍ تر اوسه هم د نړۍ په بازارونو کې په لوړه بیه پلورل کېږي.

  ویل کېږي چې د دغو غالیو مینه وال مخ په ډېرېدو دي، او آن یو شمېر سوداګر د غالیو اوبدونکو ته د مینې وړ طرحې ورسپاري.

افغان غالۍ اوبدونکي تقي الله وویل:«دغه غالۍ له دې وړاندې ډېره زړه او ورسته شوې وه،حتا د هغه ځينې برخې له منځه تللې وې،خو اوس موږ هغه په بېلابېلو طریقو جوړه او بېرته بازار ته وړاندې کړه.»

د افغاني غالیو د ودې په حال کې بازار

 اخوا د امریکامتحده ایالاتونو د پراختیايي ادارې لخوا د ابادۍ بروګرام، هم د کورنیو صنایعو په ځانګړې توګه د غالیو له صنعته په ملاتړ ټینګار کوي او غواړي د خلیج په هېوادونو کې د افغانستان صنایعو ته ښه بازار پیدا کړي.

 په دې لړ کې په سترو او کوچنیو نندارتونونو کې هم د افغانستان لاسي صنایع نړیوالو ته معرفي کېږي

د دې پروګرام مسؤولان وايي چې اوس‎مهال د افغانستان د لاسي صنایعو مینه وال ډېر شوي دي.

په دوبۍ کې د غالۍ د یوه نندارتون جوړونې مناز وايي:«د اوونۍ په پای کې ، ډېری افغاني محصولات په ځانګړې توګه لاسي صنایع او غالۍ د عربي متحده اماراتو د وګړو پام ځانته راګرځوي، او غواړم ووایم چې دا نندارتونونه ډېر لیدونکي لري، او ډېری داشان توکي پلورل کېږي.»

 یوشمېر سوداګرو چې په دې نندارتون کې ګډون کړی هم د هېواد د لاسي صنایعو په ځانګړې توګه د غالیو د صنعت د ودې لپاره اغېزمن بولي. هغوی له حکومته غواړي چې په  هېواد کې د صنایعو د ودې لپاره روښانه پروګرامونه عملي کړي.

 دا سوداګر وايي چې حکومت باید د ځینو ادارو له تجربو په کار اخیستو دې صنایعو ته بازار موندنه وکړي.

سوداګر عبیدالله امیني وویل:«حکومت باید له موږ سره زموږ د محصولاتو په برخه کې له موږ سره مرسته وکړي.دغه کار د ملي عوایدو سربېره،په هېواد کې د صنایعو د کار او بار د ودې لپاره هم زمینه برابره وي.»

د حکومت تشې ژمنې

له دغو ټول فرصتونو سره سره تر اوسه هم په افغانستان کې د غالۍ له صنعته په مناسبه توګه ملاتړ نه کېږي،  اوس هم د هېواد ډېری غالۍ اوبدونکي په کورونو کې په دودیزه توګه غالۍ اوبدي.

 که څه هم چې په تېرو کلونو کې حکومت د دغه صنعت د ودې لپاره د غالۍ اوبدلو ځانګړی صنعتي پارک د جوړېدو ژمنه وکړه. خو تر اوسه دا ژمنې په پوره توګه نه دي عملي شوي.

 د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤولان وايي چې حکومت تر اوسه د غالیو له صنعتګرو سره خپلې ډېرې ژمنې نه دي عملي کړي.

 دوې وايي که چېرې په هېواد کې دغالیو برخې ته جدي پاملرنه وشي، له یوې خوا به د هېواد ملي عواید لوړ شي او له بل لوري به د کورنیو اقتصاد هم پیاوړی شي او زرګونو تنو ته به د کار زمینه هم برابره شي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي:«ستونزې ډېرې دي او حکومت باید په هېواد کې د عالۍ د صنعت د ودې لپاره کار وکړي؛ځکه چې دغه صنعت په افغانستان کې اقتصادي او ټولنیزه اړتیا ده.»

اخوا لیدل کېږي چې ترکمنستان د غالیو د تولید په برخه کې د ستر ظرفیت په لرلو سره  هڅه کوي ، په افغانستان کې دغالیو په برخه کې په ګډه کار وکړي.

په دې برخه کې سږکال ترکمني چارواکي د هر ډول مسلکي او فني مرستو ژمنه کړې ترڅو د افغانستان د غالیو صنعت وده وکړي خو لیدل کېږي چې تر اوسه حکومت د غالیو له ظرفیته د کار اخیستو په موخه ترکمنستان ته ټاکلي وړاندیزونه نه دي ورکړي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند، یوځل بیا د هېواد په اقتصادي پراختیا کې د غالیو د صنعت په ونډې ټینګار کوي، او وايي چې دا وزارت هڅه کوي د غالیو د تولید په برخه کې روښانه پروګرامونه عملي کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي په دې اړه زیاته کړه:«حکومت په دې برخه کې ډېر پروګرامونه لري او ټاکل شوې ده چې په راتلونکو کلونو کې موږ د غالۍ صنعت د ملاتړ لپاره ډېر کار وکړو او ځينې مهم پروګرامونه عملي کړو.»

که څه هم چې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسؤولان په تېر کال کې د غالیو د تولید په اړه کره شمېره نه څرګندوي خو وايي چې تر اوسه هم غالۍ د هېواد ستر صادراتي توکي دي.

 که څه هم چې په تېرو کلونو کې په اندخوي کې د غالیو صنعتي پارک جوړ شوی دی خو په اندخوي کې د غالیو د صنعتي پارک له جوړېدو څلور کاله تېرېږي او په دې لړ کې هېڅ ډول اقدام په دې برخه کې نه دی ترسره شوی.

 د غالیو د صنایعو یو شمېر مالکان په حکومت په سختې نیوکې سره وايي چې دغالیو او لاسي صنایعو په برخه کې د ډېرو ستونزو سره سره د دوې د ستونزو د هوارې لپاره کوم اقدام نه کوي.

 دوې وايي چې اوس هم د غالیو ډېر توکي له پاکستان څخه واردېږي، او اوس‎مهال په هېواد کې د غالیو د توکو د تولید آن کوچنې فابریکه هم نشته.

شریک یي کړئ