Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په فراه کې د شنو خونو په تولیداتو کې ۲۰ سلنه زیاتوالی

د کرنې او اوبو لګولو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د غوايي په ۷ مه)د دغه مطلب په څرګندولو سره وویل چې په روان کال کې به د فراه بزګر له دغو شنو خونو څخه ۳۰ مېلیونه ډالره عواید ولري.

د کرنې او اوبولګولو وزارت د مالوماتو له مخې دم‎ګړۍ په فراه ولایت کې ۶۵ زره سترې او کوچنۍ شنې  خونې شتون لري.

 په فراه ولایت کې د شنو خونو د جوړېدو پراختیا د کرنیزو توکو د ډېرېدو ترڅنګ زرګونو تنو ته د کار فرصتونه هم رامنځته کړي دي.

د کرنې او اوبو لګولو وزارت وايي چې د فراه ولایت ۹۰ سلنه کرنیز توکي ګاونډیو ولایتونو او آن تاجیکستان او ترکمنستان ته صادرېږي او هیله کېږي چې سږکال کروندګر د فراه ولایت له شنو خونو تر ۳۰ مېلیونه ډالره عاید ترلاسه کړي.

د کرنې او اوبو لګولو وزارت ویاند لطف الله راشد ویلي:«سږ کال د شنو خونو حاصلاتو ته په پام سره ۱۰۰ زره ټنه حاصلات به ترلاسه شي.»

خان محمد په کابل کې یو کروندګر دی چې د  شنې خونې په جوړولو یې دوه مېلیونه افغانۍ لګولي دي.

 هغه وايي چې حکومت تر اوسه له ده هېڅ ډول ملاتړ نه دی کړی او همداراز دوی نباتي درملو ته لاسرسی نه لري.

  خان محمد چې بزګر دی وايي:«حکومت تراوسه زموږ ملاتړ نه دی کړی او موږ بشپړ درمل نه‎لرو.»

اخوا د کرنې د برخې یوشمېر کارپوهان وايي چې د شنو خونو د توکو د ډېرېدو په موخه باید په دې شنو خونو کې بېلابېل ډوله نباتات وکرل شي او دا کار د کروندګرو د عوایدو په ډېرېدو کې مرسته کوي.

د کرنې د څانګې کارپوه یاسین فرهمند وايي:«په شنو خونو کې باید هر ډول سبزۍ وکرل شي چې وکړای شو ښه حاصلات ولرو.»

د کرنې او اوبو لګولو وزارت تېر کال له ۸۰۰  ډېرې شنې خونې په بېلابېلو ولایتونو کې جوړې کړې او سږکال یې هم له زرو ډېرې شنې خونې په هېواد کې جوړې کړي دي.

شریک یي کړئ