Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په فراه کې د هندواڼې حاصلات پنځوس سلنه زیات شوي

په فراه کې بزګر وايي چې په دغه ولایت کې د هندواڼې حاصلات سږکال پنځوس سلنه زیات شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې فراه کې د جګړې له سړېدو وروسته، له دغه ولایته مرکز او نورو ولایتونو ته د هندواڼو د صاداراتو لړۍ بیا پیل شوې ده.

د هندواڼو د پالېزو خاوندان وايي، سږ کال یې حاصلات زیات دي، خو د لویو لارو اخاذۍ او د تولیداتو لپاره یې ساړه بازارونه په وړاندې اصلي ستونزې دي.

د هندواڼو یو سوداګر خرم فراهي په دې اړه وايي:«دم‎ګړۍ ستونزې همدا د لارې ستونزې دي، سږکال زموږ حاصلات ډېر دي که‎چېرې بازارموندنه وشي، احتمالاً بزګرو ته به یو ښه عاید برابر شي.»

په کابل کې د مېوو د صادرونکو ټولنې مسوولان وايي، له فراه نه همدا اوس هم ورته هره ورځ تر سلو موټرو هندواڼې رارسېږي.

دوی وايي، که څه هم سږ کال د هندواڼو بیې مناسبې دي، خو تر اوسه یې له هېواده بهر ته صادارت نه دي پیل شوي.

د تازه مېوو د صادرونکو ټولنې مشر نجابت حیدري په دې اړه وايي:«د بېلابېلو لاملونو له امله پاکستان ته اوس زموږ صادرات نشته؛ خو هیله ده چې صادرات مو پیل شي.»

که څه هم د مېوو سوداګر سږ کال د هندواڼو بیې مناسبې بولي، خو کابل ښاریان بیا وايي، مېوې په تېره بیا د افغانستان تولید هندواڼې خورا قیمته دي.

هغوی وايي چې د روژې له راتګ سره جوخت، د دغو مېوو بیې هم لوړې شوې.

شریک یي کړئ