Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ننګرهار ولایت کې د کلدارې استفادې کموالی موندلی

په ننګرهار کې د پاکستانۍ کلدارې کچه راکمه شوې او د راکړې ورکړې په برخه کې هم افغانۍ د پخوا په پرتله نسبتاً دود شوې ده.

د یاد ولایت اوسېدونکي وايي، چې په دې وروستیو کې په جلال اباد ښار کې د عامه پوهاوي له کبله اوس د ښار په هټیو او کاروبارونو کې د راکړې ورکړې پر مهال افغانۍ په نسبي ډول دود شوې ده چې له دې سره د کلدارو کچه هم راکمه شوې ده.

اوس ځايي اوسېدونکي وايي، چې په دې وروستیو کې په جلال اباد ښار کې د عامه پوهاوي له کبله د پاکستانۍ کلدارو په کارونه کې کمښت او د افغانۍ په دودولو کې نسبي ډېروالی راغلی دی.

د جلال اباد ښار اوسېدونکی نصیر احمد وویل:«په دې ورځو کې د کلدارې پر ځای افغانۍ استفاده کېږي. کله چې موږ هټۍ ته ځو، کلدارې نه اخلو افغانۍ پیسې غواړو.»

د جلال اباد ښار بل اوسېدونکی ایمل هم په دې اړه وايي:«اوازه شوه چې کلدارې ممنوع کېږي او اوس هټۍ‎وال له افغانیو استفاده کوي، خو ځينې هټۍ تراوسه هم له کلدارو استفاده کوي.»

بل پلو د جلال اباد ښار یو شمېر صرافان خبر ورکوي چې د کلدارې کچه د افغانیو د عامه پوهاوي له کبله تر پخوا صرافیو کې کمه شوې ده.

د جلال اباد ښار یو تن صراف جهانزیب عمر :«په جلال اباد ښار کې موږ وینو چې په خلکو کې ملي احساس راژوندی شوی او هغوی تر ډېره له افغانیو کار اخلي او د پاکستانۍ کلدارې کارونه هم کمه شوې ده.»

په همدې ترڅ کې د ننګرهار ولایتي اداره ورکوي چې د کلدارو د بندېدو لپاره یوه میاشت وخت ټاکلی و چې په پوره کېدو دی.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی څرګندوي:«هغه کسان چې په کلدارو راکړه ورکړه کوي هغوی ته وخت ورکړل شوی ترڅو خپلې معاملې بشپړې کړي. موږ به په راتلونکې میاشت کې جدي اقداماتو ته مخه کړو.»

نه یوازې په ننګرهار بلکې د ډیورنډ پر کرښه پرتو ډېر شمېر ولایتونو کې د راکړې ورکړې پر مهال د افغانیو پر ځای پاکستانۍ کلدارې کارول کېږي چې دا حکومت ته یوه لویه ننګوونه ګڼل کېږي.

شریک یي کړئ