Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په نوي کابل‎بانک کې د فساد شتون

د نوي کابلبانک د داخلي تفتیش ځینې کارکوونکي وایي د دې بانک اړوند د پیسو حسابونو کې لاسوهنه شوې.

هغوی ادعا کړې چې پراخ فساد، د دولت د مامورینو په نوم  سلګونه خیالي اکاونټونه او د کابل بانک د ځینو کارکونکو په همغږۍ د دولت د یو کارمند له خوا بانک څخه د څه باندې ۶۰ میلیونه افغانیو ایستل هغه څه دي چې د نوي فساد بېلګې ترې څرګندېدای شي.

داخلي تفتیش یو شمېر کارکوونکو د ادعا له مخې، د وروستیو څېړنو له مخې یې تېرو درېیو کالو کې بانک سره د دولتي کارکوونکو له حقوقو څخه د ۱۶۰۰ حسابونو له ډلې ۲۵۰ اکاونټونه خیالي وو.

دوی وايي، یادو اکاونټونو ته هره میاشت میاشتني حقوق استول شوي دي، خو بېرته ایستل شوي دي.

د کابل بانک تفتیش آمریت کارکوونکی، اجمل حسین خیل وايي:«کله چې موږ د موضوع برملا کولو هڅه وکړه، ریاست ته مو ولیږه او ریاست هم څارنوالۍ ته خو د کورنۍ څېړنې جزئیاتو سره، کله چې موږ له ریاست نه غوښتنه وکړه وکړه چې ستاسو څېړنې څه وې، موږ ته یې ځواب رانکړ او موږ هڅه وکړه چې دا موضوع خپله څارنوالۍ ته ولیږو.»

دغه څېړونکی پلاوی وايي، په یوه بله قضیه کې یو دولتي چارواکي د بانک د څو کارمندانو په مرسته په یو نوم له جوړو شویو اوولس اکاونټونو څخه لسګونه ملیونه افغانۍ ایستلې دي.

د کابل بانک کورني داخلي تفتیش پخوانی سرپرست، رحمت الله نظامي څرګندوي: «موږ هڅه وکړه چې دا قضیې افشا کړو، خو له بده مرغه دوی موږ له سر لارې لیري کړو، موږ ډېر ناهیلي شوو او د یوه ځوان په توګه زموږ هیله دا وه چې فساد له منځه ولاړ شي.»

مالیې وزارت په دې اړه څه ویلو ته حاضر نه شو، خو نوي کابل بانګ ادارې طلوع نیوز ته د لیک په رالیږلو د لویې څارنوالۍ لخوا د پیسو د غلا د یوې دوسیې د څیړلو خبر ورکړی دی.

خو د دولت د خیالي کارکونکو د بانګي حسابونو د شته والي په اړه څه نه وايي.

لویې څارنوالۍ بیا دومره راته وویل چې د دغو دوسیو له منځه یې یوه دوی ته هم رسېدلې او دمګړۍ یې دوی په څېړنه بوخت دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند، جنشېد رسولي په دې اړه وايي: «په داسې حال کې چې په دې قضیه کې نور کسان هم دخیل وي، څه د کورنیو چارو وزارت او څه د کابل بانک، نو زموږ د همکارانو لخوا به په اړه یې قانوني چلند وشي.»

د نوي کابلبانک د داخلي تفتیش کارمندان وايي، څو وروستیو کلونو کې له دغه بانک سره د دولتي کارمندانو د معاشاتو اکاونټونه شپږ سوه زرو ته رسېدلي او که څېړنه وشي نو زرګونه اکاونټونه به یې جعلي او خیالي راووځي.

ویل کېږي چې په دوه زره لسم کې د کابل بانک تر دیوالي کېدو وروسته دا په بانک کې بله تر ټولو ستره د فساد ادعا ده چې کېږي.

په نوي کابل‎بانک کې د فساد شتون

په همدې حال کې د لویې څارنوالۍ مسوولین وایي د نوي کابل بانک یوه قضیه وررسېدلې او دوی به په دې برخه کې خپلې څېړنې وکړي

شریک یي کړئ