Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هند کې د دویم سوداګریز نندارتون د جوړېدو لپاره چمتووالی

د امریکا نړیواله پراختیايي اداره تر راتلوونکو دوه میاشتو د هند په ممبیي ښار کې د افغانستان او هند دویم سوداګریز نندارتون جوړوي

د دغه بنسټ چارواکي وايي چې دا ځل، د افغان، هند او امریکا د شرکتونو او پانګه‎والو سربېره، د نړۍ د نورو هېوادونو پانګه‎وال به هم په دغه نندارتون کې ګډون وکړي.

په کابل کې د امریکا سفارت د کامیابۍ په لور په نوم دوهم نندارتون لپاره د نوم لیکنې په موخه ناسته ترسره کړه.

په همدې مناسبت په کابل کې د امریکا سفیر د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۲۱مه) د یوې غونډې په ترڅ کې د امنیتي همکاریو ترڅنګ د افغانستان د پرمختګ په برخه کې د خپل هېواد اقتصادي همکارۍ مهمې بولي او د دغو همکاریو پر دوام ټینګار کوي.

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس په دې اړه وویل:« موږ پوهېږو او غواړو چې نړۍ پوه شي دا هېواد له تاوتریخوالي او جګړو اخوا نور شیان دي چې موږ غواړو تاسو ټول مرسته وکړئ ترڅو افغانستان د غالیو د ظرافتونو، ګرانبیه ډبرو، مرمر او نورو ډبرو، وچو مېوو او سبزیجاتو له پلوه نورو نړیوالو ته وروپېژنو.»

د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې د اقتصادي ودې څانګې مشر لورن سټاډارډ په دې اړه وویل:« د روان کال په نندارتون کې روغتیا، پوهنه، انرژي، ملکي هوايي چلند، کانونه او نورې برخې شاملې دي چې تېر کال تر یوه بریده محدودې وې له دې امله سږ کال موږ یو لوي نندارتون لرو.» 

د کامیابۍ په لور دغه نندارتون به د دریو ورځو لپاره د هند په ممبئ کې جوړ شي او تمه کېږي چې په څه باندې ۲۰۰ غرفو کې به د هېواد محصولات نندارې ته کېښودل شي.

د بهرنیو چارو او صنعت او سوداګرۍ وزارتونه دا نندارتون د هېواد د خصوصي برخې لپاره مهم فرصت بولي.

د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو مرستیاله عادله راز وايي:« دولت ژمنه لري چې په خپلو پښو ودرېږو او ځان بسیاینې ته ورسېږو، موږ اعتراف کوو چې ځان بسیاینه له خصوصي برخې پرته نه شي ترلاسه کېدای نو تاسو د اقتصادي ودې لپاره اصلي ځواک یاست.»

د سوداګرۍ او صنایع خونې مسلکي مرستیال شفیق عطايي وویل:« دغه راز ناستې خصوصي برخه هڅولای شي او دوی ډاډمن وي چې یوازې نه دي او د ملي یووالي حکومت، همکاران او نړیوال مرستندویان یې ترې ملاتړ کوي ترڅو د افغانستان په اقتصادي وده کې خپل رول ولوبوي.»

د هند او افغانستان په لومړي سوداګریز نندارتون کې چې تېر کال په نوي ډیلي کې جوړ شو د افغانستان څه باندې ۲۴۰ شرکتونو برخه لرله او وتوانېدل چې له هندي او امریکایي پانګوالو سره  د څه باندې ۲۰۰ مېلیون ډالرو په ارزښت د غالیو او کرنیزو توکو د صادراتو په برخه کې تړونونه لاسلیک کړي.

شریک یي کړئ