د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې پروموت پروژه د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې په همکارۍ په کابل کې یو سوداګریز نندارتون جوړ کړ.
په دغه نندارتون کې د ښځو په مشرۍ د ۳۰ کورنيو شرکتونو تولیدات نندارې ته وړاندې شول.
د ښځو د سوداګرۍ او صنایع خونه وایي، په هېواد کې ناامني یو له هغو لاملونو دی چې نړیوال بنسټونه په هېواد دننه د دا ډول نندارتونونو جوړولو ته زړه نه ښه کوي.
د دا ډول نندارتونو جوړېدل، توانېدلي چې د سوداګرو مېرمنو ځينې هیلې پوره کړي؛ هغه ښځې چې له کلونو کار او په نندارتونو کې له ګډون وروسته تراوسه هم له کورنیو تولیداتو سره د هېوادوالو د نه اشنایۍ له امله خوښې نه دي او همدارنګه نړیوالو بازارونو ته د خپلو تولیداتو د رسېدنې په تمه دي.
ښځينه سوداګره نسیمه پيمان وايي:«دا نندارتون ډېر د اهمیت وړ دی او موږ ته دا فرصت را کوي چې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړو.»
پلورونکې مېرمنې او په دغو نندارتونونو کې د مېرمنو د اړتیا وړ جامې د دې لامل شوې چې په دغه نندارتون کې ډېری مېرمنې ګډون وکړي.
د کابل اوسېدونکې فوزیه امیري څرګندوي:«له ډېرې لېوالتیا سره راغلې یم ترڅو د مېرمنو له بازاره یو څه وپلورم؛ د دې لپاره چې مېرمنې وهڅول شي.»
بلخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین د کلیوالو مېرمنو لپاره د ورته زمینې د برابرېدو غوښتنه کوي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال محمدیونس مهمند په دې اړه څرګنده کړه:«سوداګري باید د افغانستان ولایتونو او ولسوالیو ته د ښځو لپاره وغځول شي، ځکه هلته داسې ښځې شته چې هغوی ته د کار زمینه برابره نه ده.»
اخوا بیا د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وايي، دوی هڅې کوي بهرني او کورني بنسټونه د مېرمنو د تولیداتو لپاره دایمي مشتریان وګرځوي.
د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییسه منیژه وافق وايي:«موږ حکومت ه قناعت ورکړی ترڅو په سوداګرۍ کې مېرمنو ته لومړيتوب ورکړل شي.»
د رحیمې په څېر یو شمېر صنعت ګرې مېرمنې د هغو تولیداتو لپاره دغه نندارتون د پلور یوازینی مرکز بولي چې کورونو کې يې جوړوي.
نو له همدې امله د پلور لپاره د دایمي مرکزونو جوړول د دغو مېرمنو له غوښتنو څخه دي.