Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کابل کې لومړنی او ستر صادراتي مجتمع جوړېږي

د کرنې او اوبو لګونې وزیر وايي، نړیوال بازار کې د افغاني مېوو د صادراتو د پراختیا لپاره اړتیا ده چې دا مېوې په معیاري ډول بسته بندي شي او کیفیت د اعتبار له سند سره بازارونو ته واستول شي.

د کرنې وزیر وايي، د همدې کار لپاره د کابل بادام باغ کې د لومړني ستر صادراتي مجتمع د جوړېدو کار پیل شوی دی.

اوبو لګونې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی د کرنې په دې اړه وویل:«موږ هیله لرو چې تر راتلونو ۷ میاشتو دا کمپلکس ګټې اخیستو ته وسپارل شي چې له هغه څخه په ګټنې سره موږ له نړیوالو میعارونو سره د مېوو د صادراتو سره جوخت د کیفیت جواز هم به هم صادر کړو، هغه څه چې اوس نړیوالو او اروپايي بازارونو ته اړتیا ده.»

دغه راز په کابل کې د اروپایي ټولنې مسوولان هم وايي افغان حکومت باید د اروپا له لوري افغاني صادراتو ته د تعرفې په برخه کې له ورکړیو امتیازاتو ګټه واخلي.

کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر ګېنزلو روسا څرګنده کړه:« زموږ د پروګرامونو یوه مهمه برخه د افغانستان د هغو محصولاتو د کیفیت کنټرول ته ځانګړې ده، چې اروپا ته صادرېږي. په دې برخه کې د کیفیت او معیار د معلومولو ازمایښت او په معیاري ډول د بسته بندۍ ځایونو ته اړتیا ده. ځکه اروپايي بازار کې له اړتیا سره سره افغاني مېوې په ډېر لوړ کیفیت منل کېږي.»

افغانستان د لسګونو صادراتي توګو په لرلو سره چې د سیمې او نړۍ هېوادونه ورته اړتیا لري، لا هم خپلو محصولات د غیر معیاري بسته بندۍ او کیفیت د اعتبار سند نه لرلو له کبله نه شي صادرولای.

د کرنې وزیر وايي، نړیوال بازار کې د افغاني مېوو د صادراتو د پراختیا لپاره اړتیا ده چې د دې کار لپاره د کابل بادام باغ کې د لومړني ستر صادراتي مجتمع د جوړېدو کار پیل شوی دی.

Thumbnail

د کرنې او اوبو لګونې وزیر وايي، نړیوال بازار کې د افغاني مېوو د صادراتو د پراختیا لپاره اړتیا ده چې دا مېوې په معیاري ډول بسته بندي شي او کیفیت د اعتبار له سند سره بازارونو ته واستول شي.

د کرنې وزیر وايي، د همدې کار لپاره د کابل بادام باغ کې د لومړني ستر صادراتي مجتمع د جوړېدو کار پیل شوی دی.

اوبو لګونې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی د کرنې په دې اړه وویل:«موږ هیله لرو چې تر راتلونو ۷ میاشتو دا کمپلکس ګټې اخیستو ته وسپارل شي چې له هغه څخه په ګټنې سره موږ له نړیوالو میعارونو سره د مېوو د صادراتو سره جوخت د کیفیت جواز هم به هم صادر کړو، هغه څه چې اوس نړیوالو او اروپايي بازارونو ته اړتیا ده.»

دغه راز په کابل کې د اروپایي ټولنې مسوولان هم وايي افغان حکومت باید د اروپا له لوري افغاني صادراتو ته د تعرفې په برخه کې له ورکړیو امتیازاتو ګټه واخلي.

کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر ګېنزلو روسا څرګنده کړه:« زموږ د پروګرامونو یوه مهمه برخه د افغانستان د هغو محصولاتو د کیفیت کنټرول ته ځانګړې ده، چې اروپا ته صادرېږي. په دې برخه کې د کیفیت او معیار د معلومولو ازمایښت او په معیاري ډول د بسته بندۍ ځایونو ته اړتیا ده. ځکه اروپايي بازار کې له اړتیا سره سره افغاني مېوې په ډېر لوړ کیفیت منل کېږي.»

افغانستان د لسګونو صادراتي توګو په لرلو سره چې د سیمې او نړۍ هېوادونه ورته اړتیا لري، لا هم خپلو محصولات د غیر معیاري بسته بندۍ او کیفیت د اعتبار سند نه لرلو له کبله نه شي صادرولای.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه