Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په یوه بله پروژه کې د فساد د شتون ادعا وشوه

د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا متحدو ايالتونو د څيړنې ځانګړې اداره يا سيګار په تړونونو کې د فساد پراخو او څرګندو بيلګو ته اشاره کوي.

د سيګار څيړنې ښيي چې د پکتيا ولايت په مرکز ګرديز ښار د سل بستريز روغتون د جوړيدو په تړون کې يو ليتر تيل په سل ډالره حساب شوي دي. سيګار زياتوي په دې پروژه کې څه باندي پنځه سوه و اويا زره ډالره غلا شوي دي.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکامتحده ایالاتونو د څیړنې ځانګړې ادارې په خپل نوي ریپوټ کې ویلي چې پکتیا ولایت د ګردیز ښار د سل بستریز روغتون جوړولو پرمهال یو لیتر تیل په سلو امریکايي ډالرو محاسبه شوي دي.

په داسې حال کې چې د یو لیتر تیلو بیعه کابو یو ډالر وه. د سیګار څیړنې ښيي چې د دغه روغتون د جوړولو په قراراداد کې د امریکايي مالیه ورکونکو کابو پنځه سوه او اویا زره ډالره بې ځایه لګول شوي دي.

په همدې حال د اداري فساد په وړاندې د مبارزې اداره هم په هیواد کې ډیر فساد په قراردادونو کې بولي. له اداري فساد سره د مختلط د کمیسون ریس، محمد عثمان یاسیني وايي:«له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د شویو مرستو څه باندې اتیا سلنه خپله د نړیوالې ټولنې لخوا لګول شوې دي.»

د ولسي جرګې د روغتیا، ورزش او کارګر د کمیسیون ریس هم د داشان ریپوټونو شتون د اندیښنې وړ بولي او د عامې روغتیا وزارت هم مرسته کونکې اداره په داشان فساد کې شریکه بولي.

د ولسي جرګې د روغتیا، روزش او کارګرو د کمیسون ریس، نقیب الله فایق وايي:«د هیواد په څه باندې ۲۰ ولایتونو کې روغتیایي خدمتونو د نادولتي موسسو لخوا وړاندې کیږي، دا موسسې د تمویل کوونکو لخوا تمویلیږي، د ګردیز مسله هم په دې موضوع کې شامله ده.»

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکامتحده ایالاتونو د مرستو پر سر د څارې ځانګړې اداره په افغانستان کې د امریکامتحده ایالاتونو د مالیه ورکونکو د پیسو د لګولو بهیر څیړي، تر دې وړاندې هم د سیګار ادارې خبرداری ورکړی وو چې د عامې روغتیا په وزارت کې د دوه میلیونو ډالرو د بې ځایه لګیدو خطر موجود دی.

وموغوښتل په دې اړه د عامې روغتیا وزارت نظر هم ترلاسه کړو خو له زیاتو هڅو سره سره په دې کار بریالي نشو.

د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا متحدو ايالتونو د څيړنې ځانګړې اداره يا سيګار په تړ

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه