پکتیا کې د ۲۰۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ابو رسونې او ښاري کانالیزاسیون لپاره د شبکې جوړېدو کارونه پیل شول.
د پکتیا والي شمیم کټوازی وايي دا پروژه د ماليې وزارت په مالي ملاتړ بشپړېږي او ټول ښار ته به اوبه ورسوي.
هغه وویل: «تقریباً ټول د ګردېز ښار ته به اوبه ورکړي، چې د افغانستان د ماليې وزارت په بودجه جوړېږي، د ۶۴ کیلومتره په اوږدوالي به دا پیپیونه غځېږي، دوه پوړیزه ودانۍ، څاګانې او د اوبو ساتنځایونه به هم ولري.»
د پکتیا د ولایتي شورا مشر عبدالمالک ځاځی وايي، دا د پاکو اوبو لپاره لومړنۍ پروژه ده، هغه زیاته کړه: «دا پروژه به یو څه اندازه د خلکو ستونزه کمه کړي، خو غوښتنه مو دا ده چې دا پراخه کړي.»
دا پروژه چې پکې به شاوخوا ۴۵۰۰ کورنیو ته پاکې اوبه ورسول شي په اړه يې د دې پروژې د څار مسوول انجینر سیدا جان وویل: «د بېلابېلو اندازو پیپونه پکې شته، چې ۶۴ کیلومتره به وغځول شي او خلکو ته به اوبه ورکړي.»
د پکتیا د ولايتي شورا غړي د دې پروژې هرکلی کوي او زیاتوي چې د وچکالۍ له امله د اوبو سطحه نږدې دېرش سلنه ښکته تللې ده.