کابل کې د ایران سفارت چارواکي چابهار بندر کې د ۵۰۰ ثبت شویو شرکتونو له ډلې ۱۶۰ شرکتونو د فغان سوداګرو دي.
دا چارواکي د افغان سوداګرو خوشي او د چابهار په آزاده سیمه کې د افغان سوداګرو ته په کتو وايي. هڅه کوي چې د لیږد رالیږد لپاره له افغانستان څخه مستقیم چابهار ته الوتنې هم پيل شي.
په کابل کې د ایران اقتصادي مستشار، صدیق قاسمي زاکري څرګندوي:«موږ هڅه کوو چې افغانستان څخه چابهار ته الوتنې هم پیل شي تر څو د دې سوداګرو لاسرسی بازار ته آسانه شي.»
په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي هم وايي، اوس مهال په چابهار کې یو شمېر افغاني شرکتونو کار پيل کړی دی.
د دې وزارت د ترانیزیت رئیس، یحی اخلاقي زیاتوي:«اوس مهال ایران کې د افغان سوداګرو د ویزو ستونزې هم اوارې شوې دي او هڅه کېږي چې ځانګړي امتیازونه هم ورکړل شي.»
د افغانستان لپاره د چابهار بندر، سمندر ته تر ټولو نږدې بندر شمیرل کیږي.
یو شمېر سوداګر د پاکستان په لاره شته ستونزو ته په پام وايي، ښايي په اوږدمهال کې چابهاربندر دافغانستان او سیمې لپاره د صاراتي توکو تر ټولو مهم بندر وګرځي.
که څه هم چابهار یو نوی بندر دی او ځينې نیمګړتیاوې هم لري.
خو ایراني چارواکي د ازاد چابهار په سیمه کې پروت د دغه بندر د کامیابۍ لپاره هڅه کوي په دې بندر کې افغان سوداګرو ته ډير امتیازونه ورکړي.