Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ښځو وزارت: پروموټ پروګرام د ښځو پر ژوند اغېزه نه ده کړې

د امریکا د پراختیايي ادارې په مرسته په کاري چاپیریال کې د ښځو د وضعیت د ښه والي د پرمختګ په موخه د ارزونې ناسته کېد ښځو چارو وزارت وايي د ښځو د پرمختیا اولاسنیوي په نوم (پروموټ) بهرنیو مرستو د ښځو حالت نه دی ښه کړی، دغه وزارت زیاتوي چې د ې ترڅنګ د ښځو حالت ښهوالي په برخه کې د ملي یوالي حکومت ډېری ژمنې هم نه دي عملي شوي.

د ښځو چارو وزارت مرستیاله وايي، په وروستیو څو کلونو کې د ښځو د کاري چاپیریال د حالت د ښه والي او اقتصادي پیاوړتیا په موخه د نړیوالې ټولنې پروګرامونه بې اغیزې وو.

د ښځو چارو وزارت د پالیسي مرستیال، سپوژمۍ وردک وايي:«داسې خبرې څه کوو چې هره ورځ ویل کېږي چې ستاسو شتون ډېر مهم دی، او ښځې ډېرې خوشالې کړي او په حقیقت کې په عمل میدان کې د ښځو ملاتړ نه کیږي.»

همداراز د اجرائیه ریاست سلاکاره، سجیه بهګام زیاتوي:«د اجرائيه ریاست لخوا په بشپړه توګه ملاتړ یې کوو او هغه درې زره ښځې چې له دې پروګرام څخه فارغې دي، هڅه کوو چې په دولتي ادارو کې کار ترسره کړي او ځای پر ځای شي.»

په همدې حال کې، د پروموټ پروژې او (په حکومت کې ښځې) د پروګرام رئیسه په دولتي ادارو کې د جنسیتي برابروالي رامنځته کول خپله لاسته راوړنه بولي او د روان میلادي کال تر پایه حکومت کې د ښځو د دوه سلنه رول د زیاتوالي په اړه خبر ورکوي.

د پروموټ پروژې رئیسه، سوزین جلبرت وايي:«‎په حکومت کې د ښځو پروژه په دوو مخکنیو کنفرانسونو کې د سمون په موخه ښه لاره چاروه وه او درې کاري ډلې یې جوړې کړې څو له فرهنګي، کړنلارې او جوړښتي موانعو پر وړاندې چې ښځې په کاري چاپیریال کې ورسره مخ دي ور ورسېږي. دغه پروګرامونه له شک پرته د ښځو د وضعیت د ښه والي موخه ګټور و.»

د پروموټ پروګرام له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې په هېواد کې پلی کېږي. دغه پروګرام د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې له لوري په لاره اچول کېږي چې موخه یې په دولتي ادارو کې د ښځو د وړتیاوو لوړول او په هېواد کې د ښځو د اقتصاد پیاوړي کول دي.

په همدې حال کې د د ښځو د پرمختیا اولاسنیوي یا پروموټ پروګرام مسوولان د ښځو حالت د ښه کیدو په رابطه د مثبت پرمختګ خبر ورکوي

شریک یي کړئ