کابل ښار کې د تېرې سه شنبې، د خونړۍ پېښې له امله چې پکې د اورانوس په نوم تالار کې پر ديني مراسمو چاودنه وشوه، د نورو تالارانو لرونکو د تړلو ګواښ کړی.
د محفلي تالارونو اتحادیه وايي، که حکومت يې د خوندیتوب ډاډ ورنه کړي، نو دوی به پر یو ځای خپل تالارونه وتړي.
دوی حکومت تورن کړ، چې د میلیونونو افغانیو مالیې د اخیستو تر څنګ د خپلو تالارونو امنیت پخپله نیسي او حکومت پکې هیڅ مرسته نه کوي.
د دې اتحاديې مشر محمد نادر قرغهیي دی، هغه وویل: «یا باید موږ ته پولیس راکړي، یا حداقل سره کېنو، یوې پایلې ته سره ورسېږو، د خلکو د ځان او مال موضوع ده.»
د کسبکارانو د اتحادیې مرستیال عبدالله بهروز وايي، د چارواکو له هر کور سره شل تنه ساتونکي وي، خو د دوی تالارونو ته چې زرګونه کسان پکې ښکته پورته کېږي هیڅ پام نه کېږي.
هغه زیاته کړه: «د دولتي چارواکو د هر یو کور شل تنه ساتونکي لري، خو یو هوټل چې پنځه ـ شپږ زره تنه پکې محفل جوړوي، مصرف کوي په اړه يې دولت او امنیتي ارګانونه هیڅ پام نه کوي.»
دا مراسم د جامعهالاحناف په نوم د یوې ټولنې له لوري برابر شوي و، چې له شاوخوا پنځو کلونو راهیسې دا ډول مراسم نیسي.
د دې ټولنې په اړه مولوي سمیع الله ریحان وايي، چې سلګونه غړي لري او په وینا يې له اوږدې مودې راهیسې دلته فعالیت کوي، هغه وايي تېره شپه هم مراسمو ته بلل شوی و، ناوخته شو، چې په لار کې له چاودنې خبر شو.
هغه طلوعنیوز ته وویل: «د دوی ټولنه له ډېر وخت راهیسې فعاله ده او غړي يې ډېری اهلتصوف دي.«