Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل؛ د برېښنا له پرې کېدو شکایتونه ډېر شوي

د کابل اوسېدونکي وايي د ژمي په رانږدې کېدو سره د برېښنا د پرې کېدو او ځنډېدو موده ډېره شوې، چې له ستونزو سره يې مخ کړي دي.

دوی وايي، حکومت په تېرو اتلسو کلونو کې د پلازمېنې خلکو ته د برښنا رسولو کې پاتې راغلی دی.

د یمام په نوم د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي، د هوا په یخېدو شل سلنه برېښنا هم موجوده نه وي: «په ژمي کې شل سلنه برېښنا هم نه وي، د افغانستان د خلکو او کابلیانو برېښنا ته سخته اړتیا ده، له دولته غواړو چې څلورویشت ساعته برېښنا برابره کړي.»

د برېښنا شرکت مسوولین وايي سهار وختي او ماښام کې د برېښنا لګښت خورا لوړ شوی دی، چې باید هېوادوال ورته پام وکړي. 

 د دوی په وینا، د ماښام له شپږو د ماخستن تر نهو بجو او د سهار له پنځو تر اتو بجو پورې هغه وختونه دي چې د برېښنا لګښت پکې خورا زیات دی، چې له امله يې له شاوخوا ۲۸۰ میګا واټه برېښنا له کمښت سره مخ شوي دي.

د کابل اوسېدونکی ظفیر الله هم پر دولت هم پر خلکو غږ کوي، هغه وايي دولت باید کافي برېښنا برابره کړي او خلک يې باید له لګښت سره پام وکړي.

ظفیر الله طلوع‌نیوز ته وویل: «په کابل ښار کې ستونزې ډېرې دي، دولت خلکو ته پوره برېښنا نه شي برابرولی، خلک باید په برېښنا کې سپما وکړي او حکومت باید دې ته پام وکړي چې هر څه په برېښنا کار کوي، باید پوره برېښنا برابره کړي.»

د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي وايي، سږ کال یې د بېلابېلو ستونزو له کبله د برېښنا د پرې کېدو د کمښت لپاره هغه پروژه هم نیمه کې پاتې شوه چې د سل میګاواټه بریښنا د انتقال لپاره یې پام کې نیولې وه.

توحيدي وویل: «ټاکل شوې سږ کال يې بشپړه کړو، خو د ځینو ستونزو لکه اعتراضونو او نورو ستونزو له امله دا پورژه وځنډېلده، خو زموږ همکاران سخت کار پرې کوي.»

ټاکل شوې د راتلونکي میلادي کال تر نومبر میاشتې به افغانستان ته د دوه زره میګاواټه بریښنا د انتقال پروژه پلې شي چې ورسره خوا کې به د کابل او ګڼو ولایتونو د برېښنا ستونزه هواره شي.
 
د برېښنا شرکت مسوولین وايي، ماښام له شپږو د ماخستن تر نهو بجو او د سهار له پنځو تر اتو بجو پورې هغه وختونه دي چې د برېښنا لګښت په کې خورا زیات دی.

شریک یي کړئ