Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل د «اپتیکا» غونډې د کوربه‎توب لپاره د اسلام اباد وړاندیز څېړي

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وايي، پاکستان وړاندیز کړی چې د سوداګریزې او ټرانیزیټي هوکړې د څار په موخه دې، د دواړو هېوادونو ګډه غونډه جوړه شي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي په دې اړه وویل:«دم‎ګړۍ زموږ لپاره د اپتیکا غونډې له ترسره کېدو څخه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټي هوکړې د پلي کولولپاره تخنیکي غونډه ده،وړاندیز شوی او موږ د دغې غونډې د ترسره کېدو لپاره د مشورې په حال کې یوو.»

خو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسوولین وايي، د آپتیکا په غونډه کې به د افغانستان او پاکستان په سوداګریزو او ترانزیټي ستونزو خبرې وکړي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزی په دې اړه وايي:«موږ له پاکستان سره ډېرې ستونزې لرو چې باید حل شي د بېلګې په توګه پاکستان له موږ څخه د دغه هېواد په خاوره کې د مالونو د نه تشولو لپاره بانکي تضمین اخلي چې له هر کانټینر څخه ۶ زره ډالره اخلي او د بېرته ورکړې په وخت کې د دغو پیسو ۲۵ سلنه بېرته نه ورکوي.»

د آپتیکا وروستۍ غونډه دوه کاله مخکې ترسره شوې او پاکستان  د افغانستان، پاکستان په ترانیزيټي هوکړه کې دې، تاجیکستان د شاملېدو غوښتنه وکړه.

دغه راز، بیا افغانستان په دې هوکړه کې د هند د شاملېدو وړاندیز کړی چې پاکستان د افغانستان دغه غوښتنه رد کړې ده.

اوس مالومه نه ده چې د آپتیکا په شپږمه غونډه کې به په دې اړه څه ډول پرېکړه وشي.

له یوکال وروسته د  افغانستان او پاکستان  سوداګريزو او ترانیزيټي اړیکو خرابوالي په پایله کې د سوداګرۍ کچه نمایي راټيټه شوه. اوس د پاکستان نوی حکومت ددغو ستونزو د هواري هڅه کوي.

شریک یي کړئ