Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د رکا غړو هېوادونو د سفیرانو لومړۍ ناسته

د هېواد بهرنیو چارو وزارت کې د "رکا" یا د افغانستان په اړه د سیمه‎ييزې اقتصادي همکاریو ناستې لپاره کابل کې د یو شمېر هېوادونو د سفیرانو لومړۍ ناسته جوړه شوه.

د دې ناستې سره هم مهاله د رکا ناستې د څېړنې او ارزونې مرکز هم پرانیستل شو. دا مرکز د ۲۰۱۷ زیږدیز کال نومبر کې د رکا به ناسته کې تایید شوی وو.

د بهرنیو چارو وزارت وايي یاد مرکز د تحقیق د ظرفیت لوړولو په برخه کې د همکاریو پراختیا او همداراز د سیمې په کچه د پانګونې د ودې او پراختیا په موخه رامنځته شوی دی.

 په دې ناسته کې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر، صلاح الدین رباني سیمه‎ییزه همکاري مهمه وبلله او افغانتسان یې د سیمې د اتصال ټکی وباله:«سیمه‎ییزه همکاري د اقتصادي ودې او ټیکاو لامل کېږي.»

د افغانستان په اړه د سیمه‎ییزو اقتصادي همکاریو (رکا) ناسته د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۵ زیږدیز کال کې وشوه او موخه یې د سیمې هېوادونو ترمنځ د برېښنا، ترانسپورټ، د سوداګرۍ او ترانزیت، اړیکو او د غړو هېوادونو د خصوصي سکتور د اړیکو پیاوړي کول دي.

تر اوسه پورې د رکا غړو هېوادونو اووه ناستې ترسره کړې چې وروستۍ یې د ازبکستان په تاشکند ښار کې ترسره شوه.

د دې ناستې سره هم مهاله د رکا ناستې د څېړنې او ارزونې مرکز هم پرانیستل شو. دا مرکز د ۲۰۱۷ زیږدیز کال نومبر کې د رکا به ناسته کې تایید شوی وو

شریک یي کړئ