Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د ژر پخېدونکو مېوو نندارتون

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، نن (یکشنبې د غوايي په ۲۹ مه) په کابل کې د ژر پخېدونکو مېوو نندارتون جوړ کړ.

په دغه نندارتون کې، د ژر پخېدونکو مېوو سربېره د هېواد د څلورو زونونو د کروندګرو ښځو محصولات هم نندارې ته اېښودل شوي دي.

 د کرنې او اوبو لګولو وزارت وایي چې په هېواد کې یې د ژر حاصل ورکوونکو ونو د بڼوڼو جوړېدل د کروندګرو او بڼوالو د محصولاتو پر زیاتېدو سربېره په هېواد کې د سوداګریزې کرنې لپاره لاره هواره وي.

د کرنې او اوبو لګونې وزیر نصیر احمد درانی وايي:«دغه ډول بڼونه یوازې درې زره بڼونه د هېواد په ختیځ کې دي او زر نور یې په درې نورو حوزو کې دي. له شک پرته باید ووایم چې د ژر پخېدونکو مېوو ونې د سوداګریزې بڼوالې لپاره به ډېر کټور وي.»

اخوا د دغه نندارتون په یوې برخه کې کروندګرو ښځو خپل محصولات نندارې ته اېښي دي.

 دغه میرمنې په شنو خونو کې د سبزیو په کرلو سره خپل محصولات په بېلابېلو بڼو پروسس او بازارونو ته وړاندې کوي.

د چهار آسیاب ولسوالۍ یوه کروندګره ناجیه وايي:«موږ د یوه پروګرام په چوکاټ کې، لومړی پنځه زره افغانۍ په کښت او د سوداګرۍ په کار ولګول خو اوس د ۴۰ زره افغانۍ پانګې څېښتن یوو. موږ د سبزیو د کرلو ترڅنګ، هغه پروسس او بسته بندي کوو هم.»

د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروګرام د افغانستان د بیارغاونې د صندوق په اډانه کې پلی کیږي او ددغه پروګرام موخه د بڼوالۍ او مالدارۍ پرتاختیا او د هېواد د کروندګرو د حاصلاتو زیاتوالی دی.

شریک یي کړئ