د اسیا پراختيایي او نړۍوال بانک په ګډه د دهلې بند جوړوي، چې په وینا يې په څلورو کلونو کې به يې کارونه بشپړ شي.
په افغانستان کې د اسیا پراختیايي بانک مشر سم ویل تومیوا وايي، دې پروژه کې به د بند د کاسې، اوبهخور شبکې او برېښنا د ظرفیت لوړونې په دریو برخو کې کار وشي.
هغه زیاته کړه: «کندهار د سویل مهم ولایت دی، دلته د اوبو رسونې شبکه بیخي خرابه ده، په داسې حال کې چې کرنیزو ځمکو ته د اوبهخور شبکې رسول خورا مهم دي، زما په فکر دا به د کندهار لپاره ډيره لویه او مهمه پروژه وي.»
تومیوا دا هم وویل، چې پخوا دې بند نه یوازې د اوبه خور شبکې لپاره کار اخیستل کېده: «مګر اوس موږ هڅه کوو نوره استفاده هم ترې وشي، د دهلې بند په کاسه کې جمع شوې اوبه نه یوازې اوبهخور بلکې د څښاک لپاره هم کارېدای شي او د بریښنا تولید هم ترې ممکن دی.»
اقتصادي کارپوهان دا نېک اقدام بولي او زیاتوي د دې پروژې په بشپړېدو سره به کندهار کې هم د څښاک او اوبهخور د اوبو ستونزه هم کمه شي.
په اقتصادي برخه کې د نظر خاوند صیام پسرلی وايي: «که پر داخلي بندونو کار پانګونه وشي، رښتیا چې له یوې خوا خلکو ته کار پیدا کېږي او له بلې خوا موږ ته برېښنا ارزانه تمامېږي، ځکه زموږ خپله برېښنا به وي.»
د اسیا پراختیايي بانک وايي، له دې بنده به ۲۴ میګا واټه برېښنا توليدېږي او شاوخوا ۲۰ زره هکتار ځمکه به خړوبه کړي.
دهله بند کې به د پروژې له بشپړېدو وروسته د ابو ذخیره له ۲۹۸ میلیونه متر مکعبه نه ۷۹۸ میلیونه متر مکعبه ته ورسېږي.