Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د نغلو بند د څلورم توربین د نصبولو لپاره د برېښنا شرکت هڅې

تر راتلونکو څلورو میاشتو پورې د نغلو بند د څلورم توربین په جوړېدو سره به د برېښنا تولیدي وړتیا سل میګاواټه شي.

د برېښنا شرکت وايي د دغه توربین د جوړېدو لپاره له روسیې څخه توکي پېرل شوي دي.

اخوا نړیوال بانک چې د دې پروژې اصلي تمویلوونکی دی له کاري پرمختګونو هرکلی کوي.

نړیوال بانک په خپل رپوټ کې د نغلو د برېښنا بند دوه توربینونو بیارغونه چې له ۲۰۱۲ کال راهیسې له کاره لوېدلي د افغانستان د برېښنا پراختیا کې لویه لاسته راوړنه بولي.

د دغه بانک په خبر پاڼه کې راغلي دي د دې پروژې پر ګټې اخیستنې سره به په کاپيسا کې څلوېښت کلي او د کابل په سروبي ولسوالۍ کې هم ۱۷ کلي له دې برېښنا برخمن شي.

دغه راز، د برېښنا شرکت مسوولین وايي، ډېر ژره به د درېیمه شماره توربین به په دغه بند کې په کار پیل وکړي چې له هغې وروسته د نغلو بند د برېښنا د تولید ظرفیت به ۷۵ مېګاواټو ته لوړ شي.

د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي څرګنده کړه:«هغه توربین چې جوړ شي او عملاً ګټنې ته وسپارل شو په بشپړه توګه فلج وه، هغه په بشپړه توګه بېرته ورغول شو، خو بل توربین چې د هغه ځينې پروزې ستونزې لرلې چې دا پروزې پېرل شوې دي او له مسکو څخه یې راوړي د هغه له تړل کېدو سره هغه هم ګټې اخیستو ته سپارل کېږي.»

بلخوا د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان په هېواد کې د برېښنا تولیدي پروژو پلي کولو ته په خوښۍ سره وايي، حکومت باید په هېواد کې د برېښنا تولیدي پروژو لپاره ډېر کار وکړي.

د پوهنتون استاد سیدمسعود په دې اړه وویل:«نغلو چې څلور توربینونه لري، چې له سل مېګاواټ برېښنا سره خپل کار ترسره کوي، که‎چېرې جوړ شي په حقیقت کې عرضه کړي، موږ په هېواد کې سل مېګاواټ برېښنا، دوامداره انرژي به رامنځته کړو، په ځانګړې توګه کابل چې برېښنا ته فوق العاده اړتیا لري او د کابل اړتیاوې تر یوه بریده پوره شي.»

د نغلو برېښنا بند بیارغونه چې په‎کې د دغه بند لومړی او درېیم توربین بیارغونه هم شامله ده د ۲۰۱۶ کال په لومړیو کې د نړیوال بانک په مرسته پيل شوه او د اولې شمارې توربین د بیارغونې په پای سره په دغه بند کې د روسانو لخوا په درېیم توربین هم د بیا رغونې کار دوام لري.

شریک یي کړئ