په ولسوالیو کې ټاکنو لپاره د نوملیکنې له پيله څو ورځې تېرېږي خو د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، د وګړو د احوالو ثبت اداره او د ټاکنو خپلواک کمېسیون په ولسوالیو کې د مرکزونو په رامنځته کولو کې دوه ګونی چلند کوي.
دغه استازي ګواښ کوي په هغه صورت کې کهچېرې د نوملیکنې مرکزونه او همدارنګه د کاغذي پېژندپاڼو په وېش کې په عادلانه توګه فعالیت ونه کړي، هغوی به د ټاکنو بهیر تحریم کړي.
د ولسي جرګې غړی الله ګل مجاهد په دې اړه وویل:«په هر ځای کې چې کوچي مېشتي دي د افغانستان په هر ولایت کې – ټولو ته څرګنده کړه چې هلته یې ډېر مرکزونه جوړ کړي، ځکه چې زموږ ولسمشر کوچی دی فکر کوي کلي مېشتي رایه نه ورکوي.»
سایمه خوګیانۍ هم وايي:« له همدا اوسه جعل او تقلب دوام لري؛ له یوه ولایت څخه بل ولایت ته پیسې استوي.»
دا په داسې حال کې ده چې څلور ورځې وړاندې، په ولسوالیو کې ټاکنو ته د نوملیکنې بهیر پیل شوو.
د ولسي جرګې غړي ټینګار کوي چې د ټاکنو د روڼتیا لپاره، لومړی باید د خلکو اعتماد بېرته را ژوندی شي.
حبیب الرحمان افغان څرګنده کړه:« کهچېرې زموږ د دغو ستونزو په اړه پرېکړه ونه شي، موږ اړ یوو چې پر خپلو خلکو غږ وکړو او ټاکنې تحریم کړو.»
په همدې حال کې د ولسي جرګې رییس له اړوندو بنسټونو غواړي چې د ولسي جرګې اندېښنو ته دې پام وکړي.
عبدالرووف ابراهیمي په دې اړه وویل:«د پېژندپاڼو د وېش اداره د مسوولې ادارې په توګه د خلکو ستونزو ته په کتو سره، باید خپل عملي اقدامات ولري.»
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مهالوېش له مخې د غوايي میاشتې په ۲۵مه نېټه په ولسوالیو کې د نوملیکنې بهیر پیل شو او همدارنګه په ولسوالیو کې هغه کسان چې کاغذي تذکرو ته اړتیا لري باید د وګړو د احوالو ثبت اداره يي د وېشلو زمینه برابره کړي.