Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

استازي: ارګ د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون خپل لیدلوری تحمیل کړی

ټاکنو ته د نوم‎لیکنې لپاره د پېژندپاڼو پر کاپي د سټیګر لګولو طرحه، د پوښتنې او بحث وړ موضوع شوې ده.

د ولسي جرګې غړي، ولسمشرۍ ماڼۍ د ټاکنو خپلواک کمېسیون په چارو کې په لاسوهنې تورن وي او وايي چې ارګ د ټاکنو په خپلواک کمېسیون فشار راوړی او خپل لیدلوری پر دغه کمېسیون تحمیل وي.

د تذکرو په کاپي د سټکر لګولو خبر د پنجشنبې په ورځ لومړی له ارګ څخه خپور شو او د ټاکنو کمېسیون چارواکي په دې اړه چوپه خوله وو او د دغه بنسټ هېڅ یوه غړي هم په دې تړاو خبرې ونه کړې. خو وروسته بیا د دغه کمېسیون په وېب‎پاڼه دا خبر خپور شو.

دا طرحه لومړی د ټاکنو کمېسیون له خوا رد شوې وه خو د پنجشنبې په مازدیګر مهال ولسمشر د ټاکنو کمېسیون غړي ارګ ته ور بللي وو چې د سرچینو لخوا دا یوه لانجمه غونډه بلل شوې ده. امر وکړ چې دا طرحه ومنل شي.

دغه سرچینه وايي، د ولسمشر دې کارسره د ټاکنو ځينې غړو ناخوښي له ځان سره لرله.

د ولسي جرګې غړی عبدالقادر ځاځی وطن دوست په دې اړه وویل:«که‎چېرې د پېژندپاڼې پر کاپۍ سټیګر ولګول شي، له همدا اوسه وایم چې راتلونکي ټاکنې، ټاکنې نه بلکې انتصابات به وي.»

دغه راز، پرټاکنو څارونکي بنسټونه وايي، د ټاکنو د قانون له مخې د ټاکنو کمېسیون په ټاکنیز بهیر کې د کار د بدلون حق نه لري.

 د ټيفا ویانده صغرا سعادت څرګنده وي:«د هغو مالوماتو له مخې چې موږ ته رسېدلي، تراوسه هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون د غړو جدي اختلافونه شته، د دغه کمېسیون ډېری غړي له دغې پرېکړې سره مخالف دي او په همدې دلیل هغوی پر یوې ټولیزې پرېکړ سره سلا شي نه دي.»

پر ټاکنو څارونکي بنسټونه په دې اند دي چې د دې طرحې په منلو سره ډېریو ټاکنیزو ستونزو وړاندوینه کوي له هغې ډلې د تکراري رایې کارونه او د اصلي او جعلي تذکرو ترمنځ توپېر یادوي.

د فیفا اجرایوي رییس یوسف رشید وویل:«پر اصلي پېژندپاڼې او پر کاپي یې د سټیګر لګولو، په تړاو د جعل او درغلۍ اندېښنې شته.»

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې د ولسمشر د لاسوهنې د تور په ځواب کې وايي:«ولسمشر، روښانه لارښونه کړې چې د ولسمشر په ګډون هېڅ چارواکی د ټاکنو کمېسیون په چارو کې دې لاسوهنه ونه کړي. هغه غونډې چې په ارګ کې جوړېږي، د حکومت مشرتابه غړي، د مرسته کوونکو هېوادونو استازي، سفیران، د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړي، او امنیتي چارواکو په ګډون د ټاکنو د چمتووالي او همغږۍ په منضور بحث کېږي.»

تراوسه د ټاکنو خپلواک کمېسیون په دې تړاو څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ