Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بادغیس؛ د ټاکنو کمیسیون د پراخو درغلیو اعتراف کوي

د ولسي جرګې له ټاکنو نهه ورځې تېرېږي، خو لا هم په بېلابېلو ولایتونو کې د ټاکنیز بهیر اړوند شکایتونه، څرګندونې او اعتراضونه روان دي. 

بادغیس ولایت کې د ټاکنو ولایتي کمیسیون مني، چې په دې ولایت کې د ټاکنیز بهیر په اوږدو کې پراخې درغلۍ شوې دي. 

د دې کمیسیون مشر امان الله امان فاریابي د هغو زورواکو یادونه کوي، چې څو مرکزونه يې د خپلو وسله‌والو سیمې ته وړي او هلته يې ډک کړي دي.

ښاغلی فاریابي وايي: «په ټوله کې شپږ مرکزونه چې د پیر حاجي ساحه کې و، هغه یې یوې داسې سیمې ته وړي، چې د دولت اړوند وسله‌والو تر لاس لاندې وه، څلور نور مرکزونه چې داسې سیمو کې و، چې ټاکنو پکې امکان نه درلود، متاسفانه درې مرکزونه يې بلې سیمې ته وړي، نامعلوم ځای ته، زه باوري یم، چې مخکې ټاکل شوي ځای ته يې نه دي وړي، هلته ټاکنې کېږي او زموږ همکاران د صحنې څارونکي و، خو هیڅ ځای ته يې نه پرېښودل، چې دوی بررسي ولري.»

فاریابي وايي وروسته يې خپل شواهد او اسناد د شکایتونو کمیسیون ته سپارلي او امکان لري د ځينو مرکزونو رايې قرنطین شي. 

هغه وړاندې زیاته کړه: «صندوقونه له هغه ځای د طرزالعمل خلاف ډک او لېږدول کېږي، وروسته شکایتونو کیمسیون ته شکایتونه وشول، موږ هم خپل اسناد او شواهد ورته وسپارل، معلومه به شي چې څومره قرنطین کېږي او یا بیا شمېرل کېږي.»

د بادغیس کې د ټاکنیز بهیر دغه چارواکی وايي ملي پولیس هم له درغلګرو سره همکار او یو لاسي و.

هغه طلوع‌نیوز ته وویل: «ځینې له همدې پولیسو، له همدې متخلفینو او کارکوونکو سره یو لاسي و، زمو کارکوونکي وايي، چې تر اخري پورې مو هم په منطقه کې پولیس ونه لیدل، وروسته مو چې ولیدل، د بادغیس امنیه قومندانۍ له لوري هم تعقبېږي او د قانون مطابق باید جزا ورکړل شي.»

د بادغیس امنیه قومندانۍ هم رسنیو ته دوه تنه مخ‌پټي پولیس رسنیو ته وښودل، چې د ټاکنیزو سرغړونو په تور يې نیولي دي. 

په ټاکنیز بهیر کې ځینې څارونکي هم ورته څرګندونې لري او وايي نامسؤله وسله‌والو وهلي او څارنې ته يې نه دي پرېيښي. 

د عبدالباقي شهید زاده په نوم یو تن څارونکی وايي، د عبدالبصیر عثماني په نوم د یو تن نوماند وسله‌والو ګواښلی، پیسې او موبایل ترې په زور اخیستي دي. 

شهید زاده په دې اړه طلوع‌نیوز ته وویل: «زه يې ګوښه کړم، ټلیفون مې او لس زره افغانۍ چې له څارونکو مې را ټولې کړې وې، په زور يې رانه واخیستل، ما برداشت کړه چې د عبدالبصیر عثماني وسله‌وال و، زما هیله نه وه، چې زه به ژوندی بېرته مرکز ته راګرځم، په هغه مرکز کې ۹۸-۹۰ سلنه رايې د هغه دي.»

د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي دوی ته په دې اړه کوم شکایت نه دی رسېدلی، خو ټینګار کوي چې ټولو ټاکنیزو جرمونو ته به رسېدنه وکړي. 

د بادغیس تر څنګ هرات کې هم د شپږو ولسوالیو رايې قرنطین شوې دي او د مرکز د اتلسو قرنطین شویو مرکزونو له ډلې د څلورو هغو رايې بیا شمېرل کېږي. 

د ولسي جرګې ټاکنې له کندهار او غزنې پرته په ټول هېواد کې د تلې (۲۹-۲۸) ترسره شوې، چې یوه اوونۍ وروسته کندهار کې وشوې، خو د غزني برخلیک لا هم ډاډمن څرګند نه دی.
 
شریک یي کړئ