Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بدخشان کي ۱۰۰ زره رایه ورکوونکي د رایې ورکړې له حقه محرم شوي

په بدخشان کې د رایې ورکړې پر شرایطو برابر ۱۰۰ زره تنه د رایې ورکولو له حقه بې برخې شوې دي.

په بدخشان کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون سیمه‎ييز دفتر چارواکي وايي چې دغه ښځینه او نرینه د رایې ورکولو په مرکزونو کې د فني ستونزو له امله نه دي توانېدلي چې رایه ورکړي.

د بدخشان د ټاکنو سیمه‎يیز مسوولین وایي د تخنیکي ستونزو، د رایو بهیر د ناوخته پیلېدو او د ټاکنو د کارکوونکو د تجربې د نه لرلو له امله څه باندې سل زره تنه ونه توانېدل چې له خپل حقه استفاده وکړي.

د بدخشان د تاکنو خپلواک کمېسیون د سیمه‎ییز دفتر رییس روح الله موسوي په دې اړه وویل:« په بدخشان کې لومړنۍ شمېرې ښيي د رایې ورکړې پر شرایطو برابرو ۲۹۵ زره او ۸ تنو له ډلې ۲۰۰ زره تنو رایه کارولې او نورو د تخنیکي او امنیتي ستونزو له امله د رایې ورکولو له حقه محروم شوي دي.»

له بلخوا یو شمېر کسان که څه هم په ساعتونو په تمه پاتې شوي خو د رایو په کارولو نه دي بریالي شوي.

د بدخشان اوسېدونکی وحید شیون وايي:«د ناامنیو د ستونزو او ګواښونو سربېره د بدخشان خلکو نوم‎لیکنه وکړه خو له خپله حقه محروم شول، باید د ټاکنو لپاره له سره زمینه برابره شي.»

د بدخشان د ولایتي شورا یو شمېر غړي د ټاکنو په بهیر کې د پراخو ستونزو په اړه اندېښنه څرګندوي.

د بدخشان د ولایتي شورا غړي عبدالله ناجی نظري څرګنده کړه:« په ټول کې موږ تېره ورځ د یوه بې نظمه ټاکنو شاهد وو، د خلکو حضور پراخ وه، خو ددې په دلیل چې د خلکو نوم په نوملړ کې نه وه، ټول ونه توانېدل چې رایه ورکړي.»

د بدخشان د ټاکنو کمېسیون سیمه‎يیز دفتر وايي د ولسي جرګې ټاکنو په دوهمه ورځ د دې ولایت په کشم او ارګو ولسوالیو کې یوازې دوه مرکزونه پرانیستي و.

د تلې په ۲۸ ڼېټه د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې پیل او دا ټاکنې د ځينو امنیتي او تخنیکي ستونزو له امله دویمې ورځې ته وغځول شوې.

شریک یي کړئ