Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

جوزجان؛ دېرش ټاکنیز مامورین له صندوقونو سره بند پاتې دي

د ولسي جرګې له ټاکنو نږدې دوه اوونۍ په تېرېدو دي، خو لا هم د جوزجان په دوو ولسوالیو کې ټاکنیز مامورین بند پاتې دي. 

جوزجان کې د ټاکنو کمیسیون ساحوي دفتر وايي، په قره قین ولسوالۍ کې ۲۰ تنه او منګیجک کې لس تنه کارکوونکي د هوا له لارې لېږدول شوي و او د بېرته رالېږد لپاره يې هم باید هوايي راشي. 

جوزجان کې د بند پاتې شویو ټاکنیزو مامورینو کورنۍ له دولت نه غواړي، چې د کورنۍ غړي يې بېرته سلامت ورته را ورسوي.

ذبیح، چې ورور يې په قره قین ولسوالۍ کې بند پاتې دی، وايي کورنۍ يې ورته ډېره اندېښمنه ده، هغه وویل: «ورور مې تر ټاکنو درې ورځې وړاندې قره قین ته ولاړ، تر اوسه نه دی راغلی، یو جوړ جامې او لږ پیسې ورسره وې.»

هغه وايي د ورور اندېښنې يې پلار ته ناروغي پیدا کړې ده: «د سفر لګښت نه لري، کورنۍ مو په ډېره اندېښنه کې ده، پلار مې له ډېرې اندېښنې ناروغ شو.»

تر دې وړاندې (د لړم شپږمه) جوزجان کې د ټاکنو کمیسیون حمیدالله بلوڅ وویل چې دوی ډېرې هڅې کړې، خو نن (د لړم شپږمه) هوايي ځواکونو ډاډ ورکړی چې سل سلنه به دغه کارکوونکي د رایو له صندوقونو سره یو ځای مرکز ته را ورسوي. 

تر دې ژمنې درې ورځې اوړي، خو لا هم د ټاکنو بهیر کې دغه کارکوونکي په ولسوالیو کې بند پاتې دي، هاشم یو بل تن دی چې د ورور نه راتګ اندېښمن کړی دی، هغه طلوع‌نیوز ته وویل: «زموږ پر کورنۍ يې ډېر بد اغېز کړی، زه له دولته غواړم چې ورور مې يې وړی، هماغسې سلامت دې يې بېرته راوړي.»

مدني فعال عبدالقادر فولاد وايي، حکومت د داعشیانو د لېږد لپاره چورلکې لري، خو دا ځوانان چې د کار او خدمت لپاره تللي دي، د بېرته راوړو لپاره يې چورلکې نه پيدا کېږي. 

هغه زیاته کړه: «د ملي یووالي حکومت د داعشیانو د لېږد لپاره درزاب نه تر شبرغانه او له دې ځایه تر کابله چورلکې لري، خو د هغو ځوانانو لپاره چې په منګجیک او قره قین کې کار ته تللي دي، چورلکې نه لري.»

په قره قین ولسوالۍ کې د ټاکنو کمیسیون یو تن کارکوونکی احمد رسول له طلوع‌نیوز سره په ټلیفوني اړیکه کې وايي، چې لګښت ور خلاص شوی دی او په بد وضعیت کې دي.

هغه وايي: «داسې هلکان دي چې یوه جوړه جامې لري، دوی فکر کاوه چې د یوې ورځې لپاره ځي، پیسې يې خلاصي کړې دي، موږ په سختو شرایطو کې يو.»

په دې ولایت کې د رڼو ټاکنو بنسټ د کارکوونکو تر څنګ د رایو د صندوقونو اړوند هم اندېښنه لري، جوزجان کې د رڼو ټاکنو بنسټ مسؤل نقیب الله اسحاق‌زی وايي ټاکنې باید له بن‌بست سره مخ نه‌شي.

هغه زیاته کړه، په مخ کې ولسمشرۍ ټاکنې هم لرو: «د خدای لپاره ټاکنې بن‌بست ته مه وړئ، موږ د ولسمشرۍ ټاکنې په مخ کې لرو، که داسې شرایط وي، هیڅ هېوادوال نه دی تیار چې په ټاکنو کمیسیون کې کار وکړي.»

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي وايي دوی د دې کارکوونکو لېږد په پام کې لري، چې هواوې ښې شي اقدام به وکړي. 

دا په داسې حال کې دی چې ټاکنو کمیسیون وړاندې ویلي و، له ټولو ولسوالیو ولایتي مرکزونو ته صندوقونه را رسېدلي دي. 

شریک یي کړئ