Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جوزجان کې د نوم‎لیکنې ۴۲ مرکزونه تړلي دي

په جوزجان ولایت کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون سیمه‎ييز دفتر په دې ولایت کې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې د ۴۲ مرکزونو له تړلو خبر ورکوي.

یاد دفتر زیاتوي چې د جوزجان ولایت په پنځو ولسوالیو کې د امنیتي ستونزو له امله د نوم لیکنې مرکزونه تړلي دي.

په جوزجان ولایت کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د سیمه‎ييز دفتر رییس، امان‎الله حبیبي همداراز زیاتوي چې په دې ولایت کې د نوم لیکنې کابو ۳۵ مرکزونه له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

د یاد دفتر د شمېرو له مخې په دغه ولایت کې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې  ۱۲۹ مرکزونه جوړ شوي چې له مینځه يې  یو شمېر د امنیتي ستونزو له کبله غیر فعال پاتې دي

ښاغلی حبیبي زیاتوي:«اوس موږ په  دوهم پړاو کې یوو چې موږ په دې پړاو کې له ۹۸ مرکزونو ۲۰ یې فعال کړي دي او هڅه کوو چې په درېیم پړاو کې د دولتي ځواکونو په مرسته نور مرکزونه هم فعال کړو.»

ښاغلی حبیبي وړاندې وایي د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې ۱۵ مرکزونه، په مردیان کې ۱۰ او په خماب  او قرقین کې ۴ مرکزونه له امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي.

دی وړاندې وايي:«موږ په قوش تیپې ولسوالۍ کې له لسو مرکزونو درې یې فعال کړي دي او نوم لیکنه دوام لري. خو له بده مرغه په درزاب ولسوالۍ کې ستونزې ډېرې دي او تر اوسه نه یوو توانېدلي چې د ټاکنو لپاره مواد دې ولسوالۍ ته ورسوو.»

په همدې حال کې د جوزجان د ولایتي شورا یو شمېر غړي او اوسیدونکي د دغو مرکزونو د امنیت پر ټینګښت ټینګار کوي.

د ولایتي شورا غړې، حلیمه صدف زیاتوي:«موږ روښان آندي پر دې ټاکنو باور نلرو او که ورته پام ونشي دا ټاکنې به ډېرې درغلۍ ولري.»  
واکس: محمد رحیمی، باشنده جوزجان
 
په همدې حال کې د جوزجان امنیه قومندان فقیرمحمد جوزجاني د رای ورکوونکو د نوم لیکنې د مرکزونو د امنیت د خوندیتوب په برخه کې له هڅو خبر ورکوي.

ښاغلی، جوزجاني زیاتوي:«دولتي ځواکونه هڅه کوي چې د ډېرو مرکزونو امنیت تامین کړي او د جوزجان ټاکنو ته لار پرانیزې.» 

ښاغلی جوزجاني وایي، ډېر ژر به د دغه ولایت په ناامنو سیمو کې د ترهګرو د له منځه وړو په پار پوځي عملیات پیل شي.
 
په جوزجان کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د سیمه‎ييز دفتر د شمېرو له مخې په دغه ولایت کې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې  ۱۲۹ مرکزونه جوړ شوي چې له ډلې يې  یو شمېر د امنیتي ستونزو له کبله غیر فعال پاتې دي

شریک یي کړئ