Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حکومت د ټاکنو خپلواک کمېسیون کې پر اصلاحاتو ټينګار کوي

د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش مطبوعاتي سلاکار محمد هدایت وايي که‎چېرې د ولسمشرۍ ټاکنو له ترسراوي مخکې د انتخاباتو په کمېسیون کې اصلاحات رامنځته نه شي، د راتلونکي کال ټاکنې له له کړکېچ سره مخ شي.

د ولسمشر د دوهم مرستیال سلاکار د ټاکنو خپلواک کمېسیون د غړو مدیریتي ناتوانۍ او هغو ستونزو ته چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې رامنځته شوې اشاره کوي او وایي حکومت له ولسمشرۍ ټاکنو مخکې د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې د بنسټیزو اصلاحاتو راوستو ته ژمن دی.

د سرور دانش مطبوعاتي سلاکار محمد هدایت په دې اړه وویل:«ستونزې زښته زیاتې وې، له بده مرغه د انکار وړ نه دي، له همدې امله دي هغه ستونزې چې موږ په تېرو ټاکنو کې لرلې، دې ته اړتیا ده چې په ټاکنیزو کمېسیونونو کې اصلاحات رامنځته شي، خو دا چې اصلاحات تر کومه ځایه وي، تراوسه په حکومت کې په دې اړه پرېکړه نه ده شوې.»

خو پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون غړو له اساسي قانون او د ټاکنو له قانونه سرغړونه کړې او باید له خپلو دندو ګوښه شي.

د فیفا اجرايي رییس محمد یوسف رشید په دې اړه څرګنده کړه:«له اساسي قانونه سرغړونه شوې، او مسوول یې هغه کسان دي چې د داشان موردونو پرېکړه کوونکي دي، که‎چېرې د ټاکنو قانون له پلوه موږ محاسبه وکړو هغه څه چې زموږ همکارانو ارزولې څه باندې ۲۲ موردونو کې د ټاکنو له قانونه سرغړونه شوې ده، خو دا چې د ولسمشر په ګډون حکومت اداري میکانیزم نه کچ کوي د هغه مسوولیت په خپله ولسمشر ته ورګرځي.»

اخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون په نږدې راتلونکي کې د اصلاحاتو د راوستو خبره کوي.

د تآکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي وايي:«د تخنیکي برخو په کچه او همدارنګه د دراالانشا د مشرۍ په کچه او د ټاکنو کمېسیون د غړو په کچه هم اصلاحات په پام کې نیول شوي دي.»

پر ټاکنو څارونکي بنسټونه د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړي او د دې بنسټ لوړپوړي کارکونکي په مالي فساد، مدیریتي ناتوانۍ او له قانونه په سرغړونې تورنوي او وايي دا کسان باید عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شي.

شریک یي کړئ