Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دحکومت، ګوندونو او ټاکنو کمېسیون غونډه بیا بې پایلې پای ته ورسېده

څه باندې یوه اوونۍ کېږي چې د یو شمېر سیاسي ګوندونو استازي له حکومت او د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره په درې اړخیزه ناسته کې د ګوندونو د غوښتنو په اړه سلامشورې کوي.

د پنجشنبې ورځې (د زمري په ۱۱ مه) ناسته کې د ګوندونو استازو د ټاکنو له خپلواک کمېسیون او حکومت سره د رایو ورکوونکو د بایومتریک کولو دستګاه د برابرولو د څرنګوالي په هکله خبرې اترې وکړې. خو دغه خبرې اترې بې پایله پای ته ورسېدې.

د سیاسي ګوندونو د سیاسي کمېټې غړی نور رحمان اخلاقي وايي د دغو دستګاوو برابرونکي شرکت ویلي په دوو میاشتو کې د رایو ورکوونکو لپاره به دا امکان برابروي.

هغه زیاته کړه:«حکومت بحث د ټاکنو خپلواک کمېسیون پورې تړي او وايي هر کله چې کمېسیون موافق وي، موږ هم موافق یوو او په همدې ترتیب یو د بل په غاړه یې اچوي. خو هغه څه چې زما اخیستون دی، په بشپړه توګه موضوع سیاسي ده، کمېسیون او حکومت د درغلۍ د مخنیوي لپاره هېڅ هوډ نه لري.»

د ګوندونو او سیاسي جریانونو استازو د شنبې په ورځ (د زمري په ۶ مه) هم د څه باندې درې ساعتونو لپاره د تړلو دروازو ترشا له حکومت او د ټاکنو له کمېسیون سره د خپلو غوښتنو په اړه سلا مشورې وګړې، خو کومې پایلې ته ونه رسېدل.

له بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي د بایومټریک وسایلو برابرول او همداراز د دې بهیر د تدارکاتو او تنظیمولو بهیر ډېر وخت ته اړتیا لري او تر کابو دوو میاشتو چې ټاکنو ته وخت پاتې دی دا کار عملي کېدونکی نه دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېنشر او ویاند سید حفیظ الله هاشمي څرګنده کړه:«منطق باید ومنو چې موږ په داسې شرایطو کې نه یوو چې هره غوښتنه او وړاندیز ومنو او همدارنګه د تلې په ۲۱ ټاکنې ترسره کړو؛ فکر کوم د داسې مسایلو حل ډېرو خبرو اترو ته اړتیا لري.»

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ترسره کولو ته څه باندې دوې میاشتې پاتې دي.  د سیاسي ګوندونو د کمېټې غړي وايي ډژر ژر به د ولسمشر له دوهم مرستیال سره بله ناسته ولري او که په هغې کې پایلې ته ونه رسېږي راتلونکی دریځ به اعلان کړي.

له دې سره جوخت، پر ټاکنو ځينې څارونکي بنسټونه هم د ټاکنو په قانون کې د بدلون د راوستو له څرنګوالي راضي نه دي.

د فیفا اجرايي رییس یوسف رشید وویل:«افغانستان، ښايي نور سیاسي او ټاکنیزو نسخو د تمرین لپاره ښه ټاکنه ونه لري چې هره ورځ موږ د قانون په بدلون او تعدیل، د کمېسیون په بدلون، د سیسټم په بدلون، او په نورو موردونو بوخت واوسو چې خلک هم له هغه مایوس او ناراحته شي او هم پروسې جنجالي شي او په پای کې پایله هم صفر وي.»

د ټاکنیز نظام بدلون او په ټاکنو کې د ګوندونو د رول روښانه کول، د درغلیو د مخنیوي په موخه د ټاکنو په ورځ د بایومټریک سیستم کارول او د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون د ګوندونو څارونکی واک د سیاسي ګوندونو درې مهمې غوښتنې دي.

شریک یي کړئ