Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دټاکنو کمېسیون دولایتي رییسانو بدلون په اړه ددغه بنسټ دغړو اختلاف

په داسې حال کې چې پارلماني ټاکنو ته ۳۵ ورځې پاتې دي، ورسره جوخت یو وار بیا د ټاکنو کمېسیون د غړو تر منځ د ناندریو خبر راپورته شوی دی.

پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي، د کمېسیون د دارلانشا رییس د ولایتي رییسانو د تغییر او تبدیل له کبله د ټاکنو کمېسیون د رییس او کمېشنرانو له مخالفت سره مخ شوی دی.

د فیفا اجرايي رییس نعیم ایوب زاده په دې اړه وویل:«رامنځته شوي اختلافونه هم د نوې طرحې له امله دي چې وړاندې کېږي، په ځانګړې توګه د ولایتونو د رییسانو ادلون بدلون.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د اختلافاتو خبره مني، خو وايي، د دوی تر منځ ناسم پوهاوی شوی وو چې هېڅ کله به پر ټاکنیز بهیر اغېز ونه ښندي.

د تاکنو خپلواک کمېسیون ویاند او کمېنشر سید حفیظ الله هاشمي په دې اړه څرګنده کړه:«د دارالانشا رییس دغه پُست ته نوی راغلی هغه فکر کړی چې دغه پلان هغه وخت منلی شوی او د ولایتونو د رییسانو د ادلون بدلون په اړه یې اقدام کړی وه؛ خو طبعاً دا د کمېسیون له واکونو څخه دی او دا پلان تایید شوی نه وه او دا بهیر یې ودروه.»

که څه هم د ټاکنو کمېسیون، انتخاباتو ته د خپل بشپړ چمتووالي خبره کوي خو داسې ښکاري چې ناامني او سیاسي ناندرې لا هم د ټاکنو د ترسراوي په لاره کې لوی خنډونه دي.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه:«په دغې اوونۍ کې هم موږ امنیتي غونډه لرله او هغه پلان یې چې له موږ سره شریک کړ لږ تر لږه د کمېسیون لپاره د ډاډ وړ وه چې دوی به قادر وي چې د ټاکنو امنیت خوندي کړي.»

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وايي چې دغه وزارت د تلې په ۲۸ مې د ټاکنو د امنیت تامین لپاره چمتووالی نیولی دی.

هغه زیاته کړه:«په دې برخه کې ټولې جدي امنیتي تابیاوې نیول شوې دي او موږ کشفي او استخباراتي او نورو امنیتي برخو ته لارښونه کړې چې د انتخاباتو امنیت هغه ډول تامین کړي چې لازمه ده.»

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر دې وړاندې ویلي وو چې د رایو ورکولو د مرکزونو شمېر یې د ناامنیو له کبله پنځه نیم زرو ته راښکته کړی دی.

پر ټاکنو ځینې څارونکي بنسټونه وايي، د کمېسیون د دارلانشا رییس د ولایتي رییسانو د تغییر او تبدیل له کبله د ټاکنو کمېسیون د رییس او کمېشنرانو له مخالفت سره مخ شوی دی.

شریک یي کړئ