Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بایومټریک سیسټم د اوزارو د چمتووالي لپاره د ټاکنو کمېسیون هڅې

د ولسي جرګې په ټاکنو کې د بایومټریک سیسټم پر کارونې له اعتراضونو او جنجالونو وروسته بالاخره حکومت او د ټاکنو کمېسیون منلې چې د تلې پر ۲۸ ټاکنو کې له دغو اوزارو کار واخلي.

د ټاکنو کمېسیون چارواکي وايي چې په دې اړه یې له یوه الماني شرکت سره هوکړه کړې او ټاکل شوې چې د اکټوبر میاشتې په لومړۍ اوونۍ د رایو ورکوونکو د بایومټریک کېدو دستګاوې او اوزار هېواد ته راوړل شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د منشي سید حیفظ الله هاشمي پر وینا، ټاکل شوې د رایو ورکوونکو د بایومټریک ۲۴ دستګاوې او توکي برابر شي.

ښاغلي هاشمي په دې اړه زیاته کړه:«تر ۷۰ سلنې پرمختګ شوی، چې شونې دې د تلې په ۲۸ له دغې وسیلې کار واخلو. خو ۳۰ سلنه تخنیکي پوښتنې او نور مسایل پاتې دي چې هیله لرو چې په دوه، درې راتلونکو ورځو کې هغوی ته هم ځواب پیدا شي.»

سرچینې وايي، حکومت له یو الماني شرکت سره د پنځلس مېلیونو یورو په ارزښت تړون لاسلیک کړی او دغه شرکت د اکټوبر تر لسمې به ۲۴ زره دستګاوې او د اړتیا وړ وسیلې کابل ته راولېږدوي.

له دې مخکې د بایومیټریک د پېژندنې دغه دوه دستګاوې حکومت ته سپارل شوې دي.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه:«په خپل څنګ کې چاپوونکی (پرنټر) لري چې د پېژندنې وروسته عکس اخلي. د پېژندپاڼې، او د سټېکر عکس او همدارنګه د ګوتو چاپ هم اخلي.»

په ورته وخت کې سیاسي ګوندونه او پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي، له دې ټکنالوژۍ د کار اخیستنې کړنلارې طریقه دې ژر تر ژره ټولیزه شي.

د جمعیت اسلامي د مشرتابه غړی نور رحمان اخلاقي وویل:«پر دې پوهېږو چې بایومټریک روڼتیا رامنځته کوي، خو له هغه میکانیزم څخه چې بایومټریک استفاده کېږي په هغه کې د روڼتیا راوستل یو اصل دی. موږ باید کېنو او خبرې وکړو چې څه ډول کولای شو له تکراري لارې مخنیوی وکړو. او هغه میکانیزم چې موږ یې وړاندیز کړی وه په بشپړه توګه له درغلۍ مخنیوی کوي.»

د افغانستان د آزاد او عادلانه ټاکنو د بنسټ رییس یوسف رشید وايي:«د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید خلکو ته ډاډ ورکړي چې د دې مدیریت په سمه توګه کوي او دویمه دا چې موږ دې ته اړ یوو چې له ټاکنو مخکې یو ازمایښتي پړاو ولرو.»            

بل پلو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د مخابراتي او انټرنیټي شبکو تر پوښښ لاندې سیمو کې به رایې ورکونکي په انلاین توګه او په نورو سیمو کې به رایې ورکونکي په آفلاین توګه بایومیټریک شي.

دا یو داسې سیسټم دی چې د هغه د انلاین برعکس د افلاین وخت پرمهال هم یو رای ورکوونکی کولای شي څو ځله او یا په څو مرکزونو کې رایه ورکړي.

خو کله چې د ورځې په پای کې د رایې ورکوونکي ځانګړنې اصلي اطلاعاتي بانک ته داخلې شي نو روښانه به شي چې چا کوم ځای او څو ځله رایه ورکړې ده.

خو تر دې دمه دا هم روښانه نه ده که‎چېرې یو رایه ورکونکی پنځه یا لس ځله رایه ورکړې وي نو آیا ټولې رایې به یې باطلې شي او کنه؟

د ولسي جرګې د ټاکنو د مهال‎وېش پر اساس د دې جرګې ټاکنې د تلې په اته ویشتمه د رایې ورکونې په ۵۱۰۰ مرکزونو او ۲۱ زره محلونو کې ترسره کېږي.

شریک یي کړئ