Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بریتانيا سفیر په ټاکنو کې پراخ ګډون وستایه

په کابل کې د بریتانیا سفیر نیکولاس کی، نن (شنبه، د تلې ۲۸مه) د رايې اچونې له یو مرکز نه لیدنه وکړه او د ټاکنو کمیسیون له مسؤلینو او ځینو رایه ورکوونکو سره يې خبرې وکړې. 

هغه پخپلو خبرو کې په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون وستایه. 

نیکولاس کی، وویل ټاکنې په سختو حالاتو کې پیل شوې او دا د امنیتي ځواکونو یوه لاسته راوړنه ده: «اجازه راکړئ چې افغان امنیتي ځواکونه د ټاکنو د خوندیتوب په خاطر د ټولو کړیو کارونو مبارکي ووایم. په ټول هېواد کې لوی امنیتي عملیات پیل شوي دي او تر ۵۰ زره ډېر امنیتي ځواکونه د ټاکنو د خوندیتوب لپاره تیار شوي دي.»

د ولسې جرګې ټاکنې له درېیو کلونو ځنډ وروسته نن ( شنبه د تلې ۲۸مه) ترسره شوې، چې سبا (یک‌شنبه) به هم په هغو مرکزونو کې دوام ولري، چې نن خلاص نه شول. 

له غزني او کندهار پرته په ۳۲ ولایتونو کې ټاکنې وشوې، چې شاوخوا اته میلیونه کسانو ورته نوم‌لیکنه کړې وه او د ۲۴۹ چوکیو لپاره ۲۵۶۵ تنو ځانونه نوماندان کړي دي. 

د ټاکنو کمېسیون مشر عبدالبدیع صیاد ماښام مهال خبریالانو ته وویل، دې ټاکنو کې نیمګړتیاوې زیاتې وې، هغه مرکزونه چې نن خلاص نه شول، ټاکنې به سبا پکې ترسره شي. 

د ټاکنیز بهیر په اړه یوازې د طلوع‌نیوز واټ‌ساپ ګروپ ته شاوخوا اته زره شکایتونه رسېدلي دي، چې د شکایاتو کمېسیون ویاند علي‌رضا روحاني هم د ټاکنیز بهیر کمزوری مدیریت د ټاکنو خپلواک کمېسیون ناسم مدیریت بولي.
 
شریک یي کړئ