د ګوندونو استازو او سیاسي بهیرونو استازو د شنبې په ورځ (د زمري په ۶ مه) له حکومت او د ټاکنو خپلواک کمېسیون سره د خپلو غوښتنو په اړه لیدنه وکړه، خو دا لیدنه بې پایلې پای ته ورسېده.
د سیاسي ګوندونو استازي وايي چې په دغې غونډه کې د ټاکنیز نظام د بدلون، د رایې ورکولو په ورځ له بایومتریک سیسټم څخه ګټه اخیستنه او د ټاکنو پر بهیر د سیاسي ګوندونو څار غوښتونکي شول.
د افغانستان د ملي جنبش ګوند ویاند بشیر احمد تهینج په دې اړه وویل:«د طریقې یا د ټاکنو د سیسټم بدلون دویم د ټاکنو د روڼتیا لپاره بایومټریک یا هماغه د ټاکنو برېښنايي کول او درېیم د ټاکنو پر ټولو بهیرونو د ګوندونو ځواکمنه څارنه موږ چې وینو اوس د ګوندونو پر ځای حکومت وخت ضایع کوي.»
تېره اوونۍ ځينو ګوندونو او سیاسي بهیرونو په یوې ګډې ناسته کې، په ټاکنو کې د بدلون غوښتونکي شول.
هغوی، د رایوو ورکوونکو د نوملیکنې بهیر له درغلۍ ډک وباله او د دغه بهیر د لغوې غوښتنه وکړه.
له هغې وروسته، د اسلامي ګوند استازو اعلان وکړ چې حکومت ویلي چې د دغو غوښتنو لپاره یې یو کمېسیون جوړ کړی دی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر دې وړاندې د سیاسي ګوندونو د دې خبرې په ځواب کې چې ټاکنیز نظام دې بدلون شي، ویلي وو اوس ډېره ناوخته شوې ده.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي په دې اړه وویل:«بحث وشو چې د دوشنبې په ورځ بیا هم جلسه دوام لري او په هغې کې د سیسټم د بدلون او د تلې پر ۲۸ د هغې اغېزه دا موضوع د کمېسیون له خوا تحلیل او وارزول شي او حکومت ته یو رپوټ ورکړل شي او همدارنګه مسلکي کسان هم د جلسې په ورځې وي ترڅو په درې واړه موردونو خبرې وشي.»
خو څارونکي بنسټونه بیا سر له اوسه اندېښمن دي چې ګواکې راروانې پارلماني ټاکنې به له کړکېچ سره مخ شي.
د افغانستان د روڼو او ازادو ټاکنو بنسټ رییس محمد نعیم ایوب زاده څرګنده کړه:«لکه څرنګه چې موږ وارزوله ځینې غواړي چې ټاکنې د کړکېچ په لور یوسي او د بلې خوا هڅې دا دي چې ټاکنې مهندسي کړي او موږ ته یې دوه سترې اندېښنې رامنځته کړي دي کهچېرې ټاکل شوې وي چې ټاکنیز جوړښتونه او ټاکنیز شریکان پاملرنه ونه کړي ډېره به ستونزمنه وي چې موږ د یوه منلو وړ ټاکنو څېښتن وو.»
د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان کړی چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راروانو انتخاباتو ته له نهه مېلیونه زیاتو کسانو نوملیکنه کړې، خو د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار بیا ویلي، ټاکنو لپاره د پنځه مېلیونه کسانو نوملیکنه په درغلۍ شوې ده.
خو له دې هر څه سره سره ټاکل شوې چې د دوشنبې په ورځ حکومت له ګوندونو او سیاسي بهیرونو سره خبرو ته کېني.