Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د غوڅ ملاتړ ماموریت؛ ټاکنو کې هیڅ رول نه لري

د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي په راتلونکو ټاکنو کې به يې ځواکونه هیڅ رول ونه لري.

د دې ماموریت ویاند وايي، راتلونکې ټاکنې به د افغانانو له لوري په ډيموکراټیک ډول ترسره کېږي.

کانت پیتر وویل: «غواړم ټینګار وکړم، چې ناټو د راتلونکې شنبې ټاکنو کې په جدي ډول بې طرفه ده او ناټو به په ټول ټاکنیز بهیر کې هیڅ ډول رول ونه لري.»

امنیتي مسوولین د امنیتي ګواښونو ډېرښت د ټاکنو په اړه د وسله‌والو مخالفینو هغه هڅه بولي چې غواړي عامه افکار بدل کړي.

د کورنیو چارو او ملی دفاع وزارت چارواکي وايي دوی د ولسي جرګې راتلونکو ټاکنو ته سخت امنیتي تدابیر نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وویل: «ځواکونه په دریو کمربندونو وېشل کېږي، لومړی کمربند به ټاکنیز مرکز ته نږدي وي، چې هلته به پولی او استخباراتي او کشفي ارګانونه وي په درې - پنځه زره متره فاصله کې به ملي اردو وي او په درېیم کمربند کې به ګډ امنیتي ځواکونه ملي اردو او ملي امنیت په ثابت او ګرځند ډول خپلې دندې ترسره کړي.»

د ملي دفاع وزارت ویاند احمد جاوید غفور وايي: «د افغانستان ټولو ولسونو ته ډاډ ورکو، چې تاسې په ارامه فضا کې په ټاکنو کې برخه واخلئ او ستاسې امنیتي ځواکونه چې دي، ستاسې د امنیت د خوندیتوب لپاره تعهد لري، چمتووالی لري او په ټول قوت سره هغوی دې ته اماده دي، چې د ټاکنو د دې ډیموکراټيکي پروسې امنیت خوندي کړي.»

په داسې حال کې ټاکنو ته یوازې اووه ورځې پاتې دي، د کورنیو چارو وزارت وړاندې ویلي و، چې د دې بهیر د خوندیتوب لپاره تر پنځوس زره ډېر امنیتي ځواکونه ګمارلي دي.

شریک یي کړئ