Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نوماندانو له وخت مخکې د ټاکنیزو سیالیو په اړه د کمېسیون غبرګون

په داسې حال کې چې د ولسي جرګې د نوماندانو ټاکنیزو سیالیو ته یوه میاشت پاتې ده، خو له څو اوونیو راهیسې د کابل ښار په ځینو سیمو کې د نوماندانو انځورونه ځوړند شوي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د نوماندانو د وروستي نوملړ له اعلانه وروسته، د نوماندانو له خوا د عکسونو لګول او یا هم کوم بل ټاکنیز ګام اخیستل، د ټاکنو د قانون خلاف کار دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون منشي سید حفیظ الله هاشمي په دې اړه وویل:«طبعاً له دوی سره قانوني چلند کېږي، له سپارښتنې، ګواښ او نغدي جریمې نیولې د نوماند تر حذف پولې ټول دي چې ترسره به شي.»

په هغو انځورونو کې چې د ټاکنو د نوماندانو له خوا په ښار کې ځوړند او لګول شوي، بېلابېل پيغامونه پر ې لیکل شوي، چې د اختر له مبارکۍ نیولې بیا د خپلواکۍ تر مبارکۍ پورې.

په دې لړ کې یو شمېر هېوادوال وایي که‎چېري د دغو انځورونو د لګول کیدو موخه د اختر او د خپلواکۍ د ورځې مبارکي وي؛ نو موږ خو په تېرو کلونو کې د دغه راز تصویرونو شاهدان نه وو.

د کابل اوسېدونکی احسان الله وايي:«د خلکو د رایو د ترلاسه کولو لپاره یو ډول بازار مونده ده، چې په ټول کې کولای شم ووایم د عوامو غولول دي.»

د پلازمېنې بل اوسېدونکی علي اقبال هم وویل:«لنډه موده کېږي چې دغه پوسټرونه د واټونو پر غاړو لګول کېږي د اختر مبارکي او د یووالي په حساب او دا ټولې خبرې د کمپاین لپاره دي.»

اخوا پر ټاکنو یو شمېر څارونکي بنسټونه هم د ټاکنو تر قانوني کمپاین وړاندې د واټونو پر غاړو د نوماندانود عکسونو لګول کېدل ناسم کار بولي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ غړی نعیم اصغري وايي:«ټاکنیز کمېسیونونه له بده مرغه له هماغه اخیستون او لید نه چې له دغه کړنې نه لري، له بده مرغه تراوسه نه پوهېږي چې دا کارونه ناقانونه ټاکنیزې مبارزې دي.»

د ټاکنو د مهال‎وېش له مخې د ولسي جرګې د ټاکنو د نوماندانو رسمي کمپاین د تلې میاشتې په شپږمه پیلېږي او شل ورځې به روان وي.

د تلې میاشتې په شپږ ویشتمه او اوه وېشتمه د ټاکنیزو منډو ترړو د چوپیتا ورځې دي او د تلې میاشتې په اته ویشتمه به ټاکنې ترسره شي.

که څه هم د ولسي جرګې د ټاکنو رسمي کمپاین ته شاوخوا یوه میاشت پاتې ده؛ خو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غبرګون د هغو کسانو پر وړاندې څه دی چې تر وخت وړاندې ټاکنیز کمپاین کوي؟

شریک یي کړئ