Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نوم‎لیکنې د ځينو مرکزونو د تړل‎والي په اړه د بلخیانو اندېښنې

د بلخ ځينې اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ټاکنو ته د نوم‎لیکنې د ځينو مرکزونو له تړل پاتې کېدو اندېښنه لري.

د رایو ورکونکو د نوم‎لیکنې د بهیر له پيلېدو د ۱۰ ورځو له تېرېدو سره تراوسه په بلخ ولایت کې د نوم‎لیکنې دیارلس مرکزونه تړلي پاتې دي.

د بلخ ولایت یو شمېر اوسېدونکي د دغو مرکزونو د تړل کېدو په اړه اندېښمن دي او د رایو ورکونکو د نوم‎لیکنې مرکزونو د امنیت پر ساتلو ټینګار کوي.

د بلخ اوسېدونکي رحیم‎الله طلوع نیوز ته وویل:«په ځينو ځایونو کې امنیت زښته زیات خراب دی، خلک نوم‎لیکنه نه شي کولای، له حکومت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې امنیت ټینګ کړي.»

غلام داوود چې په تېرو ټاکنو کې هم ګډون کړی وه وايي:«کله چې امنیت وي خلک په ټاکنو کې ګډون کوي.»

د بلخ ولایت اوسېدونکي وايي که د رایو ورکوونکو د نوم‎لیکنې د مرکزونو امنیت خوندي شي خلک به په پراخه توګه په انتخاباتو کې ګډون وکړي.

په بلخ ولایت کې د ټاکنو کمېسیون د سیمه‎يیز دفتر سرپرست وايي له امنیتي ګواښونو سره سره څه باندې ۱۴۶ زره کسانو نومونه لیکلي دي.

په بلخ کې د ټاکنو کمېسیون د سیمه‎ییز دفتر سرپرست فضل‌احمد حیاتي څرګنده وي:«په ټول کې ۱۴۶ زره او ۷۱۰ تنو نوم‎لیکنه کړې چې له دې ډلې ۶۴ زره او ۳۲۸ تنه یې ښځې او ۸۱ زره او ۹۵۱ تنه یې نرینه او ۴۳۱ تنه یې کوچیان دي.»

په دې لړ کې د بلخ پولیس په نوموړي ولایت کې د رایو ورکوونکو د نوم‎لیکنې مرکزونو د امنیت د خوندیتوب لپاره د هڅو خبره کوي.

د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند شیرجان دراني وویل:«موږ ټولو مرکزونه که هغه په مزارشریف ښار کې وو او که ولسوالیو کې زموږ تر امنیتي پوښښ لاندې وو.»

په بلخ ولایت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د سیمه‎يیز دفتر د مالوماتو له مخې په چمتال، چاربولک، دولت اباد او شورتپې ولسوالۍ کې دیارلس د نوم‎لیکنې مرکزونه تړلي دي.

شریک یي کړئ