Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد ځينو برخو ته د ټاکنیزو توکو له نه رسېدو اندېښنې

په هېواد کې د ولسي جرګې د ټاکنو ترسراوي ته د نېټې له نېږدې کېدو سره، د انتخاباتو کمېسیون وايي چې دغه بنسټ د هېواد ځينو ولسوالیو ته د ټاکنیزو توکو د نه رسېدو په اړه اندېښنه لري.

خو د دغه کمېسیون چارواکي کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې وايي چې د ټاکنو د ترسراوي لپاره په بشپړه توګه چمتووالی لري.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون منشي وايي د بایومېټریک دستګاوې د ولایتونو مرکزونو ته رسېدلې او ټاکل شوې د پنجشنبې په ورځ د ولایتونو په مرکزونو کې د دغو دستګاوو د کارولو لپاره د ولایتي کارکوونکو د روزنې بهیر پيل شي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په وینا له ۲۲ زره دستګاوو څخه تراوسه کابو ۱۰ زره له جرمني څخه هېواد ته رارسېدلې دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون منشي حفیظ الله هاشمي په دې اړه وویل:«ګمارنه شوې، ټاکنیز توکي د ولایتونو مرکز ته رسېدلي، په ولایتونو کې روزنې په عملي بڼه پیل شوې دي، د بایومېټریک ۷۰ سیټه دستګاوې ولایتونو ته استول شوې دي او روزنې هم پیلېږي.»

که څه هم حساس ټاکنیز توکي له هغې ډلې د رایو پاڼې د هېواد ډېرو سیمو ته لیږدول شوي خو تراوسه دا توکي هغو ۷۴ ولسوالیو ته چې لارې یې ناامنې دي نه دي رسېدلي.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه:«د ولایتونو تر مرکزه د توکو په لېږد کې کومه ستونزه نشته خو له مرکزه ولسوالیو او کلیو په لېږد کې ستونزې شته ۷۴ ولسوالۍ دي چې په دغو سیمو ته توکي باید د هوا له لارې واستول شي.»

له بلخوا یو شمېر سیاسي بهیرونه خبرداری ورکوي که ټاکنیز توکي په تېره بیا د بایومېټریک دستګاوې په خپل وخت د رایو مرکزونو ته ونه رسېږي د انتخاباتو روڼتیا به تر پوښتنې لاندې راشي.

د ستر ملي ایتلاف غړی رحمت الله بیژن پور وايي:«موږ اندېښمن یو چې له بده مرغه بایومېټریک به ترسره نه شي او دوی هماغه پخوانی بهیر پهپام کې ونیسي که‎چېرې بهیر سنتي شو او بایومېټریک نه شو د ټاکنو پایلې زنداني کېږي.»

د جراست او بثات شوار غړی جمال الدین بدر څرګندوي:«دفاع، کورنیو چارو وزارتونه او د ملي امنیت عمومي ریاست مسوولیت لري چې له ټاکنو خپلواک کمېسیون سره څه ډول همکاري وکړي.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي د رایو د څه باندې ۵ زره او ۱۰۰ مرکزونو کارکوونکي به د ولسي جرګې ټاکنو له ترسره کېدو مخکې د بایومېټریک دستګاوو کارول زده کړي.

د ولسي جرګې ټاکنو ته اوولس ورځې پاتې دي، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره د چمتووالي په اړه مالومات ورکوي.

شریک یي کړئ