د ولسمشرۍ ټاکنو په ترسراوي کې د ځنډ پرېکړه هېواد کې د سیاسي بهیرونو له غبرګونونو سره مخامخ شوې ده.
یو له دغو سیاسي بهیرونو د افغانستان د خلکو محور دی چې دا پرېکړه په ولسمشرۍ ټاکنو کې د حکومت له خوا مهندسي بولي.
د افغانستان د خلکو محور د ټاکنیزې کمېټې رییس داوود علي نجفي په دې اړه وویل:«له دې ډېر چې د ټاکنو کمېسیون کې اصلاحات وي، د ولسمشرۍ ټاکنو کې د لاسوهنې او مهندسۍ لپاره د زمینې برابرول دي.
کهچېرې د اصلاحاتو بحث مطرح وي، ملي یووالي حکومت ډېر وخت درلود چې باید د ټاکنو خپلواک کمېسیون او په ټاکنیز نظام کې یې راوستی وای.»
له دې سره جوخت د ملي وفاق په نوم سیاسي بهیر هم د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډېدو د ناوړو پایلو په اړه ګواښ کوي او د دغو انتخاباتو په کار کې د پروګرام پر نهشتوالي نیوکه کوي.
د ملي وفاق سیاسي بهیر مشر احمد ولي مسعود په دې اړه څرګنده کړه:«د افغانستان خلک اندېښمن دي چې واقعاً له دغه کمېسیون او حکومت او یوې قانوني تشه سره کېدای شي چې دا ټاکنې ترسره شي او خلک د ټاکنو پایلې ومني.»
له بلخوا د ملي امنیت د پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر د رسنیو دفتر، په دغو ټاکنو کې ځنډ پر انتخاباتو د خلکو د بې باورۍ د زیاتېدو لامل بولي او د ولسمشرۍ له ټاکنو سره د درې نورو انتخاباتو ترسره کول د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په وس کې نه بولي.
په دې لړ کې ارګ د انتخاباتو د وخت ټاکل د ټاکنو خپلواک کمېسیون واک بولي او زیاتوي حکومت د نوموړي کمېسیون په پرېکړو کې هېڅ لاس نهلري چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم پرې ټینګار کوي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون سید حفیظ الله هاشمي په دې اړه وویل:«له دې وروسته کله چې خپلې ستونزې او د تلې په ۲۸ او ۲۹ مه د ولسي جرګې اوږدېدل مو چې ولیدل، زده مو کړل، موږ وخت ته اړتیا لرله او دا موضوع مو له حکومت، ډونرانو، ګوندونو، د دغه هېواد له سیاسي مشرانو سره خبرې وکړې او مشوره مو وکړه.»
د هېواد سیاسي بهیرونه په دې باور دي که د ولسمشرۍ ټاکنو تر وخته په ټاکنیزو کمېسیونونو او ټاکنیز نظام کې اصلاحات رامنځته نهشي ولسمشرۍ ټاکنې به هم له ډېرو ستونزو سره مخ شي چې د سیاسي بهیرونو په باور دا کار به هېواد له کړکېچ سره مخامخ کړي.