Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ولسي جرګې د نوماندانو ټاکنیزې سیالۍ او د چاپخونو تود بازار

د ولسي جرګې د نوماندانو د ټاکنیزو سیالیو له پیل سره، په پلازمېنه کې په سلګونو تنو ته په یو ډول لنډمهاله کاري موکې رامنځته شوې دي.

لکه‎څرنګه چې ډېریو نوماندانو، په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې ۱۰ تر ۲۰ تنو په کار ګمارلي دي او په روانه میاشت کې، له دغو کسانو هر یو به تر ۱۵ زره افغانیو عاید ولري.

په دې ورځو کې د هېواد د ۱۲۰معیاري چاپخونو چې ډېری یې په پلازمېنه کې دي کار زیات شوی دی، خو په مقابل کې د یوې چاپخونې پنځه کارګر چې هر یو د میاشتې لس زره افغانۍ معاش لري په روانه میاشت کې به دوه برابره معاش واخلي.

د یوې چاپخونې د خاوند په وینا د ټاکنیز کمپاین په پيلېدو دوی هره ورځ یوازې د ولسي جرګې د نوماندانو د عکسونو او پاڼو د چاپ له پلوه کابو ۲۵ زره عاید لري.

د یوې چاپخونې څېښتن زکریا شیرزی وايي:«د ورځې شل زره پوسټر، بزنس کارټ، بروشر، فلایر، کتابچه، همدا څیزونه ټاکنو ته جوړېږي.»

۳۲ کلن معراج الدین چې د یوې اته کسیزې کورنۍ غړی دی وايي ډېری میاشتې وزګار و، خو د ټاکنیز کمپاین په پيلېدو هغه او کابو شل نور کسان د یوه نوماند له ټاکنیز کمپاین سره یوځای شوي او په دې میاشت کې به هر یو ۱۵ زره افغانۍ عواید ولري.

هغه زیاته کړه:«په همدې پنځلس ورځو کې چې کېږي کار کوم، ښه دی، د کور عاید برابرېږي.»

په دې ورځو کې د کابل څېره بدله شوې او په هر سړک او کوڅه کې د ولسي جرګې د نوماندانو عکسونه او تبلیغاتي پاڼې ترسترګو کېږي.

له بلخوا هغه عواید چې تراوسه په مستقیمه توګه له دغو تبلیغاتو دولت ته رسېدلي یوازې کابو دوه مېلیونه افغانۍ و.

د کابل د ښاروالۍ ویاند عبدالجلیل سلطاني څرګنده کړه:«د بل بورډونو په برخه کې، هغه ثابته مالیه چې د ښاري خدماتو د محصول د قانون په مطابق، تړوني شرکتونه یې ورکوي، په خپل ځای دی. یوازې په تېرو څو ورځو کې زموږ انفرادي برخې څه باندې دوه مېلیونه افغانۍ عاید لرلی دی.»

په ګڼ مېشته ولایتونو کې د ولسي جرګې هر نوماند په ټاکنیز کمپاین کې له دوه مېلیونه او درې سوه زره تر دوه مېلیونه او ۶۵۴ زره افغانۍ لګولای شي خو هغه ولایتونه چې لږ وګړي لري دا پيسې اته سوه زره تر ۹۲۰ زره افغانیو پورې دي چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په وینا پر هغې به د دغه کمېسیون لس غړي څارنه وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون منشي سید حفیظ الله هاشمي په دې اړه وویل:«د ټولو کمپاینونو، مالي لګښتونه د دوی تر څار لاندې دي او هغوی په دې اړه کمېسیون ته رپوټ ورکړي.»

د روان کال د تلې په اته ویشتمه نېټه به د څلورسوه میرمنو په ګډون څه باندې ۲۵۰۰ تنه د ولسي جرګې د ۲۴۹ چوکیو لپاره سره سیالي وکړي.

په دغو ټاکنو کې د ګډون لپاره کابو اته مېلیونه او ۷۰۰ زره رایو ورکوونکو نوم لیکنه کړې ده او په دې ورځ به د خپلې خوښې وړ نوماند ته رایه ورکړي.

شریک یي کړئ