Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ولسي جرګې د نوماندانو په اړه ۶۰۰ شکایتونه ثبت شوي

ټاکنیزو شکایتونو ته د رسېدلو کمېسیون چارواکي وايي چې ولسي جرګې ته د نوماندانو په اړه ۶۰۰ شکایتونه دغه کمېسیون ته رسېدلي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون چارواکي وايي چې دوی د هغو شکایتونو د څېړلو په حال کې دي چې ولسي جرګې ته د نوماندانو په لومړي نوملړ کې راغلي او یا هم هغه نوماندان چې نومونه یې له لومړني نوملړ څخه یستل شوي دي دغه کمېسیون ته رسېدلي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون منشي وايي دغې ادارې د ولسي جرګې نوماندانو په لومړني نوملړ کې د راغلیو کسانو په اړه ور رسېدلي سلګونه شکایتونه څېړي.

د دې کمېسیون د منشي په وینا ځینې شکایتونه د هغو نوماندانو په اړه دي چې لیستونو کې نه دي راغلي او ځینې بیا د هغو کسانو په اړه دي چې د ناقانونه ډلو غړیتوب لري او په جنایتونو او جرمونو تورن دي.

ټاکنیزو شکایتونو ته د رسېدنې کمېسیون منشي محمد رضا روحاني وویل:«ځانګړي کمېسیون خپل کار پیل کړی. په دې اړه ځينې شکایتونو او اعتراضونه شته چې د کسانو په وړاندې یې شکایت کړی، چې د نامسووله وسله‎والو ډلو څخه په ګټنې په دې کړنو بوخت دي او دا شکایتونو د ځانګړي کمېسیون له خوا څېړل کېږي.»

۲ زره او ۶۹۱ تنه چې ۴۰۴ یې مېرمنې دي د ولسي جرګې لپاره یې ځانونه نوماند کړي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون منشي سید حفیظ الله هاشمي په دې اړه څرګنده کړه:«هر څوک چې مجرم پېژندل کېږي، کمېټه شکایتونونه څېړي او له نوملړ څخه به یې نوم حذف شي.»

د ټاکنیز نظام د اصلاح د ځانګړي کمېسیون غړی صدیق الله توحیدي وايي:«لومړنۍ څېړنې چې د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې شوې وې د واقعیت له مخې نه وې او هغه څه چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پورې اړوند دي، دوی باید دغه شکایتونو په علني توګه د رسنیو په وړاندې پیل کړي ترڅو خلک پوه شي.»

د ټاکنو د مهال‎وېش له مخې د نوماندانو د لومړني نوملړ له خپرېدو وروسته دوې ورځې د شکایتونو د ثبتولو لپاره په پام کې نیول شوي او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون به په درېیو اوونیو کې د شکایتونو پایله اعلان کړي.

شریک یي کړئ