Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ولسي جرګې د ټاکنو ترسراوي لپاره د شېبو شمېرل

هېواد کې د ولسي جرګې ټاکنو د ترسراوي لپاره د شېبو شمېرل پیل شوي او ټاکل شوې چې سبا (شنبې د تلې په ۲۸ مه) د کهیځ په اوو بجو د رایې ورکولو په مرکزونو او محلونو کې د رایې ورکړې بهیر پیل شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د دغو ټاکنو د ترسراوي لپاره ټول چمتووالی نیول شوی – د رایې ورکړې مرکزونو ته د ټاکنیزو توکو رسېدل، د دغه چمتووالی یوه برخه ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د منشي سید حفیظ الله هاشمي په وینا، دغه توکي د رایې ورکړې ټولو مرکزونو ته رسېدلي دي.

ښاغلي هاشمي په دې اړه څرګنده کړه:«زموږ ټول توکي خوندي ځای، تر ټولو نږدې سیمې ته چې ولسوال یا ولسوالۍ ده هملته خوندي دي، زموږ په دفترونو کې له لاسوهنې په امن کې دي.»

ټاکل شوې چې د ولسي جرګې سږنۍ ټاکنې له دوه ولایتونو پرته په ۳۲ نورو ولایتونو کې ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت تر دې وړاندې ویلي وو، د ټاکنیزو حوزو د کوچني کولو پر سر اختلافاتو له کبله غزني کې هم ټاکنې تر مالومې نېټې ځنډل شوې دي.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا نن اعلان وکړ چې کندهار کې به د ولسي جرګې ټاکنې یوه اوونۍ وروسته ترسره کړي.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه:«د کندهار خلک له دغه برید وروسته (پر جنرال عبدالرازق برید او د هغه وژل کېدل) ټاکنو ته چمتو نه وو او کمېسیون وړاندیز وکړ چې د دغه ولایت ټاکنې دې یوه اوونۍ وځنډول شي چې د ملي شورا له خوا هم تایید شو.»

له بلخوا د ملګروملتو سازمان وايي انتخابات یو ملکي بهیر دی او هغه ښوونځي چې د رایو د مرکزونو په توګه کارول کېږي پوځي هدفونه نه دي.

دغه سازمان له طالبانو غواړي د ټاکنو په ورځ د ملکي خلکو له ګواښلو ډډه وکړي.

هېواد کې د ولسي جرګې ټاکنو کې د ګډون لپاره ۸ مېلیونه او ۹۱۸ زره او ۱۰۷ تنو نوم‎لیکنه کړې او ۲ زره او ۵۶۵ تنو د ولسي جرګې د ۲۴۹ څوکیو لپاره ځانونه نوماند کړي دي.

د ملګروملتو سازمان وايي انتخابات یو ملکي بهیر دی او هغه ښوونځي چې د رایو د مرکزونو په توګه کارول کېږي پوځي هدفونه نه دي.

شریک یي کړئ