حقوق پوهان د ولسي جرګې د ځينو نوماندانو شعارونه د ولسي جرګې د یوه غړي له صلاحیتونو لوړ بولي.
ځينې هېوادوال او حقوق پوهان وايي چې د ولسي جرګې ځينې نوماندان له خپلو واکونو هغې خوا شعارونه ورکوي ترڅو وکړای شي د خلکو رایه ترلاسه کړي.
دوی له دغو نوماندانو غواړي، چې له اغراق ډک او له واکونو څخه یې لوړو شعارونو سره خلک هغو ژمنو ته هیلهمن نه کړي چې پوره کول یې په واک کې نه دي.
د عدالت او امنیت ټینګښت او برابري د ولسي جرګې ټاکنو د نوماندانو شعارونه دي چې د یو شمېر نوماندانو په تصویرونو او ټاکنیزو مبارزو کې لیدل کېږي.
خو د ولسي جرګې یو استازی کوم صلاحیتونه لري؟
د افغانستان د اساسي قانون له مخې د قوانینو او تقنیني فرمانونو تصویب یا تعدیل، د پروګرامونو تصویب، د دولت د بودیجې تصویب، د اداري بنسټونو رامنځته کول یا منحلول، له نورو هېوادونو د تړونونو تصدیق یا لغوه کول، د مقرریو تایید یا ردول او همداراز د وزیرانو استیضاح د پارلمان د استازي له واکونو څخه دي.
خو حقوق پوهان د ولسي جرګې ټاکنو د یو شمېر نوماندانو شعارونه د جرګې د یوه غړي د صلاحیت په اړه د دغو نوماندانو د پوهاوي د ټیټې کچې له امله ګڼي.
حقوق پوه مصباح په دې اړه وویل:«شعارونه باید د ۹۰، ۹۱، او ۹۳ مې مادې پر بنسټ وي او د درې قواوو په تفکیک کې باید ستونزه رامنځته نه کړي ځکه چې د امنیت تامین د امنیتي بنسټونو مسوولیت دی.»
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال عزیز الله ابراهیمي په دې اړه څرګنده کړه:«د ټاکنیزو سیالیو په لایحه کې په دې اړه څه نه دي راغلي، خو لکهڅرنګه چې لیدل کېږي، د ځينو نوماندانو شعارونه د ولسي جرګې د غړي د واک له لایحې لوړ دي.»
کابل ښاریان د ولسي جرګې له دغو نوماندانو غواړي په هغو شعارونو چې پوره کېدل یې د دوی په توان کې نه دي خلک بې ځایه هیله من نهکړي.
کابل مېشتی موسي وايي:«دوی وايي چې موږ عدالت او امنیت تامین وو، په اصل کې دا د دوی دندې نه دي.»
د کابل بل اوسېدونکی حامد هم څرګندوي:«داسې شعارونه دې ورکړي چې په راتلونکي کې هغه پوره کړای شي.»
له ټاکنیزو مبارزو شپږ ورځې تېرېږي او د ولسي جرګې نوماندان د خلکو د رایو د ترلاسه کولو لپاره په سیالیو بوخت دي.