د ټاکنو د خپلواک کمیسیون دوه مرستیالان او یو غړی د تذکرو پر کاپي د سټیکرو لګولو پرېکړه غیرقانوني عمل بولي. دوی وايي چې د کمېسیون رئیس او ولسمشر په یوازې توګه دا پرېکړه کړې ده.
د دغه کمیسیون غړي د کمرې پر مخ څه نه وايي خو زیاتوي چې دا پریکړه د ټاکنو کمیسیون رییس او ولسمشر کړې ده. دوی زیاتوی له دې طرحې سره یوازې د ټاکنو کمیسیون رییس او یو غړی موافق دي، نورو رد کړې ده.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دغه پریکړه لیک له مخې چې طلوعنیوز ته رسېدلې د دغه کمیسیون عملیاتي مرستیاله وسیمه بادغیسي، اداري او مالي مرستیال معاذالله دولتي، د ټاکنو کمیسیون غړي عبدالقادر قریشي او ملیحه حسن چې په دغه پریکړه لیک کې یې لاسلیک کړی دی.
دوی وایي چې د ټاکنو د قانون له مخې دغه کمیسیون نه شي کولی د ټاکنو د بهیر په لړ کې د ټاکنو اړوندې تګلارې بدلې کړي.
د دغه کمیسیون مرستیالان وايي چې دا پریکړه په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازو ګرانډ کيپن، ښاغلي بهجت او کبریا او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا د سرپرستې شهلا حق(میرمن حق د دې پرېکړې په اعتراض استغفاء ورکړې ده) په حضور کې د غويي په ۲۰مه شوې ده، خو د دغه کمیسیون رئیس له ولسمشر سره په لیدنه کې د دوی دې پریکړې ته پام ونه کړ او دا طرحه د دغه کمیسیون رئیس له ولسمشر سره په همغږۍ جوړه کړې ده.
د دغه کمیسیون رییس حاضر نه دی چې په دې تړاو له طلوع نیوز سره مرکه وکړي.
خو کابل کې د رایو ورکوونکو د نوملیکنې مرکزونو رئیس، اولالرحمن رودوال وايي:«کميسیون په دې وروستیو کې دا پرېکړه کړې ده، پرون پرېکړه وشوه او کابل کې مو ټولو مرکزونو ته اعلان وکړ چې د تذکرو کاپي کې سټيکر ولګول شي، خو باید چې له شخص سره د تذکرې اصل هم وي.»
د تذکرو پر کاپیو د سټیکر د لګولو خبر د پنجشنې پر ورځ د ولسمشر د ویاند د دفتر له لورې لاس په لاس شو، خو د ولسمشر مرستیال د ټاکنو د کمیسیون په چارو کې د حکومت لاسوهنه ردوي.
اخوا یو شمېر کارپوهان او د مشرانو جرګې غړي وایي چې د ټاکنو پر بهیر د قانون پر خلاف د هر ډول څه تحمیلول به دا ملي پروګرام بدنامه کړي.
د مشرانو جرګې غړی، فرهاد سخي وايي:«د دې ټاکنو نوم باید چې انتصابات کېښودل شي، هېڅ اړتیا نشته چې دومره لګښت وشي او د بیتالمال لګښت په ټاکنو وشي.»
د ټاکنو خپلواک کمیسیون په ولایتونو کې د رایې ورکونې د نوملیکنې بهیر تر یوې بلې میاشتې غځولې دی. ټاکل شوې ده دا بهیر ډېر ژر په ولسوالیو کې هم پېل شي.