Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاکنو د پایلو اعلان کې د ځنډ له کبله د ټاکنو کمېسیون بښنه غوښتې

د ټاکنو کمېسیون د ولسي جرګې د ټاکنو د پایلو په اعلان کې د ځنډ له امله له هېوادوالو بښنه غواړي او وايي چې د کابل پایلې به ډېر ژر اعلان شي.

د ولسي جرګې د ټاکنو له ترسره کېدو نژدې درې میاشتې تېږی، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون تراوسه نه دی توانېدلی چې لږ تر لږه د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې په بشپړه توګه اعلان کړي.

 د ټاکنو خپلواک کمېسیون تراوسه ۳۵ ټاکنیزو حوزو له ډلې د ۳۳ حوزو لومړنۍ پایلې اعلان کړي دي. خو د کابل او کوچیان د حوزې پایلې لا تراوسه نه دي اعلان شوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي په دې اړه وویل:«بښنه غواړم د ځينو ستونزو له امله چې وو د کابل پایلې تراوسه ځنډېدلې او اعلان شوي نه دي، کله څرنګه چې د پنجشبنې او جمعې په ورځو چې زموږ همکارانو په شدت سره کار وکړ تر یوه بریده یې وروستي کړل او هیله من یوو چې ډېر ژر نن یا هم سبا به له خیره رسماً اعلان شي.»

د ټاکنو پر بهیر یو شمېر څارونکي بنسټونه وایي چې د ټاکنو کمېسیون د چارواکو له لوري نامشروع غوښتنې د دغو ټاکنو د پایلو د اعلان د ځنډېدو یو لامل دی، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا دا تورونه ردوي.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ مشر نعیم ایوب زاده په دې اړه څرګنده کړه:«موږ ته د پیسو او اخلاقي فساد په اړه رپوټ راکړل شوی چې دا شان مسایل شته.»

د ولسي جرګې یو شمېر غړي هم د ولسي جرګې د ټاکنو د ترسراوي څرنګوالی د فساد زېږنده ګڼي.

د ولسي جرګې غړی قاضي عبدالرحیم وايي:«هیله لرم لکه‎څرنګه چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون چې پر قران یې لاس اېښی، د دغې ملي بهیر د روڼتیا لپاره پر خپلو دندو سمه کړنه وکړي.» 

اخوا د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د لسو ولایتونو د شکایتونو د څېړلو د بهیر د پایته رسېدو خبره کوي او ډېر ژر ټاکنو کمېسیون ته د خپلو پرېکړو د لېږلو خبر ورکوي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند علي رضا روحاني څرګنده کړه:«دځينو موضوعګانو شتون د دې لامل شوی چې یوه دوه ورځې نور هم وځنډول شي نن یا هم سبا لږ تر لږه لس ولایتونه به واستول شي.» 

بلخوا د ولسي جرګې په ټاکنو کې پر درغلیو د نیوکو له زیاتېدو وروسته، ولسي جرګه د ټاکنو له کمېسیونه غواړي چې یوازې هغه رایې چې په بایومېټریک دستګاوو کې ثبت شوي دي باوري وبولي.

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وايي:«د ولسي جرګې د مصوبې په مطابق د بایو مېټریک رایو ته اعتبار ورکړي او نه بایومېټریک شویو هغو ته اعتبار ور نه کړل شي.»

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې په بایلو مېټریک دستګاوو کې د تخنیکي ستونزو له امله به څه باندې یو مېلیون هغه رایې چې په بایو مېټریک دستګاوو کې ثبت نه دي هم د اعتبار وړ وبلل شي.

د ټاکنو کمېسیون کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي په ډاګه کړه:«که‎چېرې موږ د نوملړ او یا هم د رایو ورکوونکو د بایومېتریک لېست درلود له هېڅ ننګونې سره نه مخ کېدو.»

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند علي رضا روحاني وايي:«د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د دې په لټه کې دی چې د بېلابېلو پروسو په تړاو خپلې وروستۍ ارزونې د بهیر په پای کې ولري او په پای کې یو پرېکنده تصمیم ونیسي.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د هغو رایو شمېر چې په بایو مېټریک دستګاوو کې ثبت شوي دي شاوخوا درې مېلیونه بولي خو پر ټاکنو څارونکي بنسټونه دا رایې تر دوو مېلیونو کمې بولي.

له دې ټولو سره سره په کابل کې د امریکا متحده ایالتونو سفارت په دې باور دی چې جدي ټاکنیزو اصلاحاتو ته اړ تیا ده. د دغه سفارت په یوې ویناپاڼه کې راغلي دي چې ټاکنیز بنسټونه باید پر دغو بنسټونو د خلکو باورنه بېرته خپل کړي.

شریک یي کړئ