Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټاکنو پر اعلام شویو پایلو نیوکې کېږي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر دې دمه ۱۳ ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلام کړې دي او ټینګار کوي چې د بریالیو نوماندانو بایومیټریک او له بایومیټریک پرته؛ ټولې رايې يې حساب کړې دي. 

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د ویاند یو مرستیال سید ذبیح الله سادات وايي رايې يې د رایه ورکوونکو د لړلیک له مخې ګڼلې دي: «د رایه ورکوونکو نوم‌لړ اساس و، هر چا چې د نوم لیکنې په بهیر کې برخه اخیستې وه، رايې يې ورکړې وې، که بایومټریک شوې وې کنه، خو چې نوم يې په نوم‌لړ کې و، رايې يې ګڼل شوې دي.»
 
په ورته وخت کې د څارونکو بنسټونو په وینا د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رایو د بیا شمېرلو لپاره مشخص معیار نه درلود او په ولایتونو کې د رایو شمېرنه په سلیقوي توګه ترسره شوې ده.

 د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ د عملیاتي برخې مسوول محمد امید نورزی وايي ځینو ولایتونو کې بایومټریک کېدل، ځينو ولایتونو کې د رایه ورکوونکو نوم‌لړ او ځينو  ولایتونو کې بیا د صندوق په منځ کې رايې اساس نیول شوې دي. 

هغه زیاته کړه: «هغه څه چې موږ له ولایتونو تر لاسه کړي، په ځينو ولایتونو کې بایومټریک اساس و، په ځینو کې د رایه ورکوونکو نوم‌لړ او په ځینو کې بیا د صندوقونو محتویات اساس و، د رایو د بیا شمېرنې لپاره مشخص معیار نه و موجود.»

د دې تر څنګ سیاسي ګوندونه او جریانونه د یوې اعلامیې په خپرولو سره وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د یو شمېر ولایتونو د پایلو په اعلام کې بایومیټریک شوې او له بایومیټریک پرته رایې سره ګډې شمېرلې چې د روڼتیا د نشتوالي له امله دغه بهیر د اندېښې وړ ګرځېدلی دی.

د سیاسي ګوندونو د کمېټې غړی اسدالله سعادتي وايي، د ټاکنو کمیسوین پايلې د خپلو اصولو پر خلاف اعلاموي، هغه وویل: «زموږ اندېښنه دا ده، چې دا بهیر سخت ورو روان دی او پخپله د دې کمیسیون د اصولو پر خلاف پر مخ ځي.»

که څه هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون بایومیټریک شوې رایې له درې میلیونو ډېرې اعلام کړې خو څارونکي بنسټونه وايي، دې ادارې تر دې دمه د رایو مشخصې شمېرې له دوی سره نه دي شریکې کړې.

وړاندې سیاسي ګوندونو پرلپسې ټینګار کړی و، که د ټاکنو کمیسیون د ولسي جرګې په ټاکنو کې «بریالی» را ونه وځي، دوی به يې په اړه «تصمیم» ونیسي.  

د ولسي جرګې ټاکنې د تلې میاشتې په وروستیو کې په دوو ورځو کې ترسره شوې، چې ټاکنو کمیسیون يې د لومړنیو پایلو د اعلام موده، د لړم ۱۹مه یادوله، خو د «ځينو ستونزو» له امله يې د لېندۍ پر دویمه د پنځو ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلام کړې او ويې ویل چې نور به تدریجي پر مخ ځي او د څو ـ څو ولایتونو لومړنۍ پایلې به اعلامېږي.
 
د ټاکنو پر اعلام شویو پایلو نیوکې کېږي

د څارونکو بنسټونو په وینا د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رایو د بیا شمېرلو لپاره مشخص معیار نه درلود او د رایو شمېرنه په سلیقوي توګه شوې ده.

شریک یي کړئ