Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاکنو څه باندې ۱۰ ریاستونه د سرپرستانو له خوا اداره کېږي

د طلوع نیوز یو رپوټ ښيي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا ریاست او مسلکي معاونیت ترڅنګ لس نور ریاستونه هم د سرپرستانو لخوا اداره کېږي.

 څه باندې یو کال کېږي چې دغه ریاستونه د سرپرستانو لخوا اداره کېږي.

 په ټاکنو خپلواک کمېسیون کې سرچینې په دغه بنسټ کې د سرپرستیو اوږدېدل د دغه کمېسیون د غړو په منځ کې د بې اعتمادۍ او اختلافونو لامل ګڼي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د حقوقو، ټاکنیزو روزنو، مالي، بهرنیو اړیکو، مالوماتي ټکنالوژۍ، عامه پوهاوي، پېژنتون، لوژستیک ریاستونه او د دفتر د ریاست چوکۍ له څه باندې یو کال راهیسې د سرپرستانو لخوا اداره کېږي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ د پروګرامونو رییس محمد نعیم اصغري په دې اړه وویل:«تر ډېره د ضوابطو په پرتله پر اړیکو ټینګار کېږي او د ځنډ لام هم همدا دی کله چې اړیکې پر ضوابطو حاکمېږي، اختلافونه رامنځته کېږي کله چې د کمېسیون د مشرانو ترمنځ اختلافونه رامنځته کېږي څرګنده ده چې دا پروسه دوامداره کېږي او پایله نه ورکوي.»

 لکه څنګه چې څو میاشتې مخکې د ټاکنو کمېسیون د لسو ولایتي ریاستونو او په مرکزي دفتر کې د شپږو ریاستونو له نوماندانو ازموینه واخیسته خو د کمېسیون د ځینو غړو د مخالفت او د پرېکړو د نه منلو له امله یوازې پنځه تنه د کمېسیون د ولایتي ریاستونو لپاره وګمارل شول او د نورو ریاستونو برخلیک تراوسه روښانه نه دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړی سید حفظ الله هاشمي په دې اړه څرګنده کړه:«اوس زه هغه نه تاییدوم

چې د اختلافونو له امله دې ځنډول شوي وي، د کمېسیون او د ریاستونو د مصروفیتونو له امله ځنډ رامنځته شوی ځکه چې موږ په یوه بهیر کې شریک یوو.»

په دې لړ کې طلوع نیوز داسې سندونه ترلاسه کړي د دې ښودنه کوي چې د ګمارنو د پڅ بهیر یو لامل د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د رییس لخوا د پرېکړو نه منل دی.

لکه څنګه چې د کمېسیون د پنځو غړو د یوې پرېکړې له مخې هغه کسان چې د ولایتي ریاستونو په آزموینه کې یې د کامیابۍ نمرې او د هماغه څوکیو لپاره له نورو نوماندانو لږ نمرې ترلاسه کړې باید په نورو ولایتونو کې وګمارل شي خو د نوموړي کېیسیون رییس دا پرېکړه ونه منله او دغه پوستونه یې اعلان ته سپارلي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخوانی رییس فضل احمد معنوي په دې اړه وویل:«د ټاکنو کمېسیون له بده مرغه خپلې کاري پرېکړې نه شي کولای ځکه چې د ګمارنو تر شا د ارګ لاسونه موجوده ده. هر څوک چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون کې ګمارل کېږي باید د ارګ د فلتر له کړۍ تېر شي.»

سربېره پر دې له څو میاشتو راهیسې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا ریاست د سرپرست لخوا اداره کېږي او د دې ریاست د مسلکي مرستیالۍ څوکۍ تشه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون عملیاتي پړاو پيل کړی، ډېری عملیاتي کارونه په دارالانشا ریاست پورې اړوند دي.

شریک یي کړئ