Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاکنو کمېسیون: د رایو شمېرنې ۸۰سلنه چارې په مرکزونو کې بشپړې شو

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسؤلین وايي د رایو ۸۰ سلنه په مرکزونو کې شمېرل شوې دي او نورې هم شمېرل کېږي. 

د دې کمېسیون مشر عبدالبدیع صیاد وايي، پرون (شنبه، د تلې ۲۸مه) تر درېیو ميلیونو ډېرو کسانو رايې ورکړې دي. 

هغه وویل، له ټاکنیزو مرکزونو څخه د صندقونو د رالېږد لړۍ پیل شوې ده او ګڼ صندوقونه د ټاکنو کمېسیون ته را رسېدلي دي. 

صیاد هغه څرګندونې چې د دوی کمېسیون په کمزوري مدیریت تورناوه، ناسمې وبللې او ويې ویل چې د پوهنې وزارت ورسره کړې ژمنه پوره نه کړه. 

د هغه اشاره ګڼو هغو ښوونکو ته وه، چې د پوهنې وزارت د ټاکنو کمېسیون ته د کارکونکو په توګه ور پېژندلي و، خو د کار په ورځ حاضر نه شول. 

د ټاکنو کمېسیون مشر زیاته کړه تر ټولو ډېرې رایې په کابل، دایکندې، ننګرهار کې وې او تر ټولو کمې رايې مو په ارزګان کې درلودلې.

هغه زیاته کړه: «په کابل کې تر یو میلیون ډېر رایه ورکوونکي ثبت شوي، په ټول هېواد کې د ۴۹۰۰ مرکزونو له ډلې د ځینو ستونزو له امله د ۳۵۲ مرکزونو ارقام نه دي را رسېدلي او ۴۰۱ مرکزونه نور د تخنیکي ستونزو او امنیتي ګواښونو له امله تړلي پاتې شول.»

نن (یک‌شنبه، د تلې ۲۹مه) په هغو مرکزونو کې رایې اچونې بیا پیل شوې، چې پرون د بېلابېلو ستونزو له امله تړلي پاتې شوي و. 

که څه هم د ټاکنو کمېسیون د نږدې نهه میلیونه نوم لیکونکو خبر ورکړی و، خو اټکل کوي چې ښايي پنځه میلیونه رایه ورکوونکي به ولري.
 
شریک یي کړئ