Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاکنو کمېسیون د ټاکنیز مشورتي دفتر جوړېدل څېړي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون څو لوړپوړي چارواکي له کمېسیون څخه بهر د ټاکنو لپاره د شخصي سلامشورو د دفتر په جوړېدو تورن شول.

د دغه کمېسیون یوه غړې تاییدوي چې د ټاکنو کمېسیون ځينو اوسنیو او پخوانیومسوولین د نوماندانو لپاره د سلامشورو دفتر رامنځته کړی دی.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یو شمېر غړي دغه کار غیرقانوني بولي او زیاتوي چې په دې اړه امنیتي ارګانونو ته راپور ورکړل شوی.

د ټاکنو کمېسیون غړې ملیحه حسن وايي:«د پخوانیو کارکوونکو او د دارالانشا د کارکوونکو په اړه کمېسیون ته مالومات رسېدلي او دا مالومات د چنګاښ په درېیمه ورځ په یوې غونډه کې له امنیتي مسوولینو او اړوندو بنسټونو سره په ځانګړې توګه د ملي امنیت له مرستیال سره شریکه شوې او له دغه بنسټ څخه د همکارۍ غوښتونکی شو ترڅو د هغوی فعالیتونو مخه ونیول شوي چې په تاکنو کې د درغلیو لپاره پلان جوړونه ده.»

د قانون له مخې د ټاکنو خپلواک کمېسیون اوسني او پخواني لوړ پوړي مسوولین نه شي کولای له کمېسیون څخه بهر شخصي کارونه وکړي هغه کارونه چې د ټاکنو کمېسیون له چارو سره تړاو ولري.

خو د ټاکنو کمېسیون یوه پخواني او دوه اوسنیو کارکوونکو د کابل د نوي ښار د ګل فروشۍ په کوڅه کې د ټاکنیزو سلامشورو یو دفتر پرانیستی او په ظاهر کې نوماندانو ته مشوره ورکوي.

د دغه مشورتي دفتر مالي مسوول وايي چې د دغه شرکت جواز د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پخواني کارکوونکي نور محمد نور پورې اړوند دی او هغه نوماندانو ته مشوره ورکوي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون منشي سید حفیظ الله هاشمي په دې اړه څرګنده کړه:« نور محمد نور استعفا کړې او اورنګ زېب او قلم یار انکار کوي چې هغوی دا دفتر نه دی پرانیستی خو امنیتي بنسټونه خپلې څېړنې ترسره کوي او کمېسیون ته به رپوټ ورکړي.»

قانون پوهان هم د شخصي ګټو په موخه د ورته دفترونو رامنځته کول د ملي ګټو او قانون خلاف او دا یو اداري فساد بولي.

 حقوق پوه عین الدین بهادري وویل:«د ملکي خدماتو او ټاکنو قانون هغه کارکوونکي چې دننه په اداره کې کار کوي د ادارې د رازونو او اسرارو پر ساتلو محلف دي، نو پر دې بنسټ له هر شرکت او کمپنیو سره همکاري چې له بنسټ څخه بهر کار کوي او په ځينو موردونو کې دننه په کمېسیونونو او حکومتي بنسټونو کې رسماً په کار بوخت وي، ناقانوني ده. د شپږمې مادې پر مطابق د اداري فساد یو میثاق دی.»

پر ټاکنو د څار بنسټونه هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون د اوسنیو او پخوانیو کارکوونکو لخوا د ټاکنیزو سلامشورو لپاره د دفترونو رامنځته کول د درغلیو لپاره د زمینې برابرول بولي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون دا مني چې د دغه کمېسیون یو شمېر اوسنیو او پخوانیو کارکوونکو د ټاکنو مشورتي دفتر جوړ کړی دی.

شریک یي کړئ