Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاکنیزو سرغړونو په تور تر ۱۳۰ ډېر کسان نیول شوي

لویه څارنوالي وايي، د ټاکنیز بهیر اړوند يې تر ۱۳۰ ډیر کسان نیولي، چې پر ټاکنیزو سرغړونو تورن دي. 

د لويې څارنوالۍ ویاند دغه کسان د جعلي پېژندپاڼو، په سټېکرونو د درغلۍ او ګڼو نورو سرغړونو په تور نیول شوي دي. 

جمشید رسولي وايي، تر شپږ زره ډېرې دوسيې د ټاکنیز بهیر د فساد اړوند ورته رسېدلې دي. 

هغه زیاته کړه: «۳۷ دوسيې چې د ۱۳۴ تنو اړوند دي، د ټاکنیزو سرغړونو په تړاو موږ ته رسېدلې دي، چې د جعلې پېژندپاڼو، جعلي سټېکرونو او ټاکنیزې درغلۍ دي، چې د نفوس د احوالو د ثبتولو کارکوونکي هم لاس پکې لري.»

د ټاکنو کمیسیون هم د ټاکنیزو سرغړونکو په اړه د مجازات ټينګار کوي. 

د دې کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي وايي: «هر څوک چې په ټاکنیز جرم کې لاس ولري، باید مجازات شي.»

تېره ورځ کورنیو چارو وزارت هم اعلان وکړ چې د ټاکنیزو جرمونو په تړاو يې ۶۰ تنه نیولي دي.
 
لویه څارنوالي وايي: «۳۷ دوسيې چې د ۱۳۴ تنو اړوند دي، د ټاکنیزو سرغړونو په تړاو موږ ته رسېدلې دي، چې د جعلې پېژندپاڼو، جعلي سټېکرونو او ټاکنیزې درغلۍ دي، چې د نفوس د احوالو د ثبتولو کارکوونکي هم لاس پکې لري.»

شریک یي کړئ