Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټاکنې؛ ډېری شکایتونه د نوم‌لړ اړوند شوي

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مرستیاله وايي، دوی ته رسېدلي ډېری شکایتونه د ټاکنو خپلواک کمیسیون اړوند شوي دي. 

حمیرا حقمل وايي، دوی ته ډېری رسېدلي شکایتونه د ټاکنو کمیسیون د کمزوري مدیریت اړوند دي، په تېره بیا د نوم‌لړ په اړه ګڼ شکایتونه شوي دي.

مېرمن حقمل زیاتوي، که د ټاکنو کمیسیون د ټاکنو تر ورځې وړاندې د رایه ورکوونکو نوم‌لړ خپور کړی وای، نو ډېر هېوادوال به له رایو نه محرومېدل. 

هغې وویل، دوی به ټولو شکایتونو ته رسېدنه وکړي او هغه کسان چې په ټاکنیز بهیر کې د ګډوډۍ عاملان بلل کېدای شي، په اړه به يې هوډ ونیول شي.

مېرمن حقمل وايي: «د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون تر تېرې ورځې شاوخوا اوه زره شکایتونه ثبت کړي دي، مختلفو ډلو شکایتونه کړي و، د رایه ورکوونکو، د څارونکو، د سیاسي ګوندونو، مدني بنسټونو د څارونکو و. د دیارلسو مواردو په برخه کې ډېر شکایتونه شوي، چې له هغې جملې د ټاکنیزو مرکزونو ناوخته خلاصېدل، څارونکو ته اجازه نه ورکول، د بایومټریک ماشینونه کار نه کول، د کارکوونکو ناسمه روزنه، د هغوی ناوخته حاضرېدل او داسې نور. »

بل اړخ ته د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر عبدالبدیع صیاد هم ورته څرګندونې لري او مني چې نیمګړتیاوې موجودې وې، هغه وايي له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وکړي.

صیاد وویل: «ستونزې وې، موږ منو چې ستونزې وې، دا ستونزې په ځیرکۍ تعقبېږي او رسېدنه ورته کېږي.»

د ولسي جرګې ټاکنې چې د تلې (۲۹-۲۸)ترسره شوې په اړه يې د ټاکنو کمیسیون پخواني مسؤلین هم څرګندونې لري، له هغې ډلې د دې کمیسیون پخوانی مشر فضل احمد معنوي وايي، چې تېرې ټاکنې سمې مدیریت نه شوې. 

هغه طلوع‌نیوز ته وویل: «دوی باید ومني چې کمزوری مدیریت يې درلود، له خلکو بښنه وغواړي او خپلي غلطۍ په ډاګه کړي.»

معنوي وړاندې وویل، چې دې کمیسیون ډېر وخت پر اړیکو جوړولو او ګمارنو مصرف کړ: «متاسفانه کمیسیون چې کوم وخت درلود، ډېر په داخلي ناندریو کې مصروف شول، د اړیکو په جوړلو کې يې ځان مصروف کړ، هغه کار چې باید کړی يې وای، متاسفانه ونه توانیدل چې سم يې وکړي، پر ګمارنو يې ډېر تمرکز وکړ، تاسې ولیدل چې په ځينو ولایتونو کې بدلونونه راوستل، خو ځينو نورو کې يې زور ونه رسید، چې بدلون راولي.»

په ورته وخت پخوانی ولسمشر حامد کرزی د ټاکنو په اړه تر نورو متفاوت نظر لري، هغه چې له اشنا تلویزون سره خبرې کولې وویل، که ټاکنې نه وای شوې ښه به و. 

حامد کرزي وویل: «انتخابات خو اصلاًباید په ۲۰۱۵ز کې شوي وای، څلور نیم کاله دمخه، هلته اوضاع هم ډېره بهتره و، نن دا دي څلور کاله بعد وشول، که نه وای شوي بهتره وه، که معطله شوي وای بهتره وه، که د ریاست جمهوري انتخاباتو سره تړل شوي وای بهتره وه او یا تر هغه لا وروسته شوي وای بهتره وه. موږ ته د سولې خبرې تر ټولو مهمې دي.»

د ولسي جرګې ټاکنې د بېلابېلو ستونزو له امله په ۳۲ ولایتونو کې په دوو ورځو کې ترسره شوې، چې کندهار ولایت کې به راتلونکې شنبه ترسره شي، خو د غزني ولایت برخه‌لیک لا هم څرګند نه دی.
 
شریک یي کړئ