دپنجشنبې پر ماښام ولسمشر غني په یوه غونډه کې د ټا کنو کمېسیون له غړو سره د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې د بهیر امنیت څرنګوالي او د ټاکنو په ترسراوي خبرې وکړي.
د ارګ په یوه خبر پاڼه کې راغلي دي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له دې وروسته د کاغذي تذکرو په شا د رایه ورکولو لپاره به سټیکر لګوي او د رایه ورکولو په ورځ به له همدې کاپي څخه ګټه اخیستل کېږي.
په همدې حال کې سرچینې د طلوع نیوزته وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو شمېر کمېشنران له دې طرحې سره مخالفت ښودلی دی.
خو ولسمشر دغه کار پر هغوی تحمیل کړی او هغوی ته یې ویلي کهچېرې له دغې طرحې سره مخالفت وکړي باید استعفا وکړي.
د سیاسي چارو شنوونکی اصف اشنا په دې اړه وویل:«ارګ هڅه وکړې چې د پېژندپاڼو پر کاپي د اسټیکر د لګولو لپاره خپله غوښتنه د کمېسیون پر غړو تحمیل کړي؛ خو څلور غړو هغه مصوبه لاسلیک کړې چې د پېژندپاڼو پر کاپي د اسټیګر لګول یې د روڼتیا د مشروعیت پر خلاف بللي او دا یې رد کړي دي. خو هغه اعلامیه چې له ارګ څخه د کمېسیون تر نامه لاندې خپره شوې، کره مالومات چې زه لرم دا اعلامیه د ارګ له خوا د کمېسیون په خپلواکۍ کې د تحمیل او لاسوهنې لپاره خپره شوې ده.»
که څه هم په دې اړه د ټاکنو خپلواک کمېسیون د نظر په ترلاسه کولو بریالي نهشو خو د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي دا پرېکړه يې د دې له امله کړې چې د امنیتي ګواښونو له امله چې په ځينو ناامنو سیمو کې خلک نه غواړي په اصلي تذکره يي سټیکر ولګول شي.
له دې مخکې، ټاکنو ته د نوملیکنې د تاییدۍ سټیګر په اصلي پېژندپاڼه لګول کېده. خو ځينې نوملیکونکي اندېښمن وو چې پر اصلي پېژندپاڼه د سټیګر لګولو هغوی ته امنیتي ګواښونه متوجه کړي دي.
د جمعیت اسلامي ګوند مشرتابه غړی نور رحمان اخلاقي وايي:«دا په نېغه توګه لاسوهنه ده؛ په ځانګړې توګه هغه وخت کله چې ولسمشر د هغو کسانو لپاره چې په کمېسیون کې د هغه له لیدلوري سره مخالف دي وايي تاسې استعفا وکړئ. دا په پرېکنده توګه د کمېسیون خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي او په نېغه توګه د کمېسیون په چارو کې د ولسمشر لاسوهنه ده او موږ په جدي توګه د دغې پېښې په اړه اندېښمن یوو.»
ولسمشرۍ ماڼۍ د دغو تورونو په اړه څه نه وايي.
خو د ټاکنو قانون ۱۹ مې مادې له مخې د ټاکنو ترسره کېدو لپاره اجرایي کارونه د ټاکنو خپلواک کمېسیون له واکونو دي.
د فیفا اجرايي رییس یوسف رشید په دې اړه څرګنده کړه:«کله چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په خپله ونه کړای شي په یوازیتوب سره له خپلو پرېکړو دفاع وکړي او په خپلواکه توګه پرېکړه وکړي، له شک پرته چې موږ د ټاکنو په لړ کې له داسې ننګونو سره به مخامخ وو.»
د تذکرو په کاپي د سټیکر لګول پرېکړه په ټولنیزو رسنیو کې هم له ځينو نیوکو سره مخ شوې ده.
له دې ډلې امرالله صالح په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي دي چې دغه فرمان د درغلیو لپاره د زمینې برابرېدو او په ټوله کې د ځينو اصلاحاتو لهمنځه وړل دي خو له دې موضوع څخه به په هېڅ ډول په سطحي توګه تېر نه شي.